1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوريا د «ډېري مهمې ازموينې» خبر ورکړ

۱۳۹۸ آذر ۱۷, یکشنبه

د شمالي کوريا مشرتابه د اتومي لانجې په تداؤم کي د نوي ازموېنې خبر ورکړی دی. دغه هيواد ويلي چي د توغنديو توغولو په سوهې ساحه کي يې نوې ازموينه کړې.

https://p.dw.com/p/3UPHJ
Koreas Nuclear Nordekorea  Sohae Satellite Launching
د سوهې آرشېف انځنورانځور: picture-alliance/AP Photo/A. Young-Joon

منزوي کمونيستي هيواد شمالي کوريا د خپلې ادعا له مخي په سوهې ساحه کي »ډېره مهمه ازموينه« کړې ده. د سوهې ساحه چي په يوه لويه بيديا کي واقع ده، د راکټونو د توغولو او د سپوږمکيو لپاره يو مهم خو لانجمن مرکز بلل کيږي.

د شمالي کوريا دولتي تلويزيون خبر ورکړی چي »دغه مهمه ازموينه بريالۍ وه.« خو دغه تلويزيون په دې تړاو نور جزئيات نه دي ورکړي. د پيونيانګ له خوا ويل سوي چي دغه نوې بريالۍ ازموينه به »په ستراتيژيک ډګر کي د ولسي جمهوريت کوريا« پر څرنګوالي په راتلونکي کي ډېر اغېز ولري.

په سويلي کوريا کي داسي اټکل کيږي چي شمالي کوريا به ښايي يو توغندی ازمويلی وي. د سويلي کوريا دولتي خبري آژانس ويلي چي د دغه هيواد نظامي مشرتابه په دې هکله معلومات نه لري چي ايا او يا څه ډول ازموينه تر سره سوې ده.

د سي اېن اېن امریکايي رسنۍ د شنبې په ورځ راپور ورکړ چي له ستلايت څخه اخيستل سوي انځورونه پر دې دلالت کوي چي شمالي کوريا ښايي د سپوږمکيو د لېږد له پاره د ترانسپورتي توغنديو او په همدې شان د قاره يي توغنديو د ازموينو د بېرته پېلولو له پاره لاره هوارول غواړي.

شمالي کوريا تېر کال د نورو تر څنګ خلايي توغندي وتوغول چي ورباندي سپوږمکۍ يا ستلايتونه هم نصب کړل سوي ول. خو نړيوالې ټولنې اټکل کړی ؤ چي دغه ازموينې په اصل کي د اوږد واټن ويشتونکو توغنديو ازموينې وې.

د متحده ايالاتو سره د خبرو پای

له دې مخکي شمالي کوریا د امریکا د متحده ايالاتو سره د اتومي پروګرام په تړاو د خبرو اترو پای ته رسېدل اعلان کړي ول. و ملګرو ملتونو ته د شمالي کوريا سفير کيم سونګ په نيويارک کي ويلي ول چي د امريکا د متحده ايالاتو سره اوږدو خبرو اترو ته اړتيا نسته ځکه چي »د غير اټومي کېدو موضوع تر مخه لا له مېز څخه ليري کړل سوې ده.« نوموړي پر اروپايانو د »وهمي افکارو« لرلو او پر متحده ايالتو د »دښمنانه سياست« تور ولګاوه. د هغه په وينا امریکايانو له دغو خبرو اترو څخه صرف د خپل داخلي سياستو له پاره ګټه اخيستله. نوموړي د ۲۰۲۰ کال په پای کي په تر سره کېدونکو انتخاباتو کي د ولسمشر دونالد ترمپ د بيا ټاکل کېدو هڅو ته اشاره وکړه.

آلمان د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا د سلامشورو وروسته د فرانسې، بريتانيې، بلجيم، پولنډ او استونيا سره په ګډه د شمالي کوريا له خوا د بالستيک توغنديو پر ازموينې سختي نيوکي کړي وې. اروپايي هيوادونو په دې تړاو پر شمالي کوريا د بنديزونو پلويتوب کړی.

د ملګرو ملتونو ديپلوماتان اندېښنه لري چي په خبرو کي د رکود له کبله ښايي شمالي کوريا د اتومي او په همدې شان اوږد واټن ويشتونکو توغنديو د ازموينو پر ضد د ضرب الاجل څخه ښکاره سرغړاوی اعلان کړي. په فبروري مياشت کي د کيم جونګ اون او ټرمپ تر منځ د ناکامه سوي سرمشريزي راهيسي په خبرو اترو کي پرمختګ نه دی سوی. د شمالي کوريا مشرتابه تېره اونۍ په څرګنده وويل چي اوس نو د واشنګټن واری دی چي نوي وړانديزونه وکړي او واشنګټن ته يې د دې له پاره د کال تر آخر پوري وخت وټاکه.

آژانسونه/ا.و.ا./ن.ص.