1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شتاینمایر: د روسېې د ټولپوښتنې نتايج نه منو

۱۴۰۱ مهر ۸, جمعه

د آلمان ولسمشر، فرانک والتر شتاینمایر، د روسي له خوا د اوکراین په څلورو سيمو کې د ساختګي ټولپوښتنې په لاره اچول غندلي او وېلي يې دي چې نتایج به يې ونه مني.

https://p.dw.com/p/4Habu
د آلمان ولسمشر، فرانک والتر شتاینمایر
د آلمان ولسمشر، فرانک والتر شتاینمایرانځور: Bernd von Jutrczenka/dpa/picture alliance

شتاینمایر د جمعې په ورځ د ولسمشرۍ په بلویو ماڼۍ کې د آلمان د اتحاد په مناسبت ېوې غونډه کې وويل: «موږ به دغه نتايج ونه منو. موږ به د دغو سرحدونو بدلول ونه منو.»

هغه وويل د روسېې د ولسمشر ولادیمیر پوتین رژيم «د ناراميو ډيريدو ته لاپسې زور ورکوي» او زیاته ېې کړه چې آلمان به د اوکراین ملاتړ ته ادامه ورکړي. شتاینماير په اوکراین کې د روسېې جګړې په اړه وويل چې «دغه جګړه پر نړیوالو قوانیونو او زموږ پر ارزښتونو- لیبرال ديموکراسۍ حمله هم ده.»