شتاین مایر د غزې تراړې ته سفر وکړ
۱۳۹۴ خرداد ۱۱, دوشنبهشتاین مایر د دوشنبې په ورځ د غزې د ۱،۸ میلیونه اوسیدونکو وضعیت ډیر خراب وباله. په دې سیمه کې څه نا څه یو کال مخکې د اسرائیلي ځواکونو او حماس ډلې تر منځ یوه ۵۰ ورځنۍ جګړه شوې وه.
شتاین مایر وویل: «د ژوندانه د شرایطو د ښه کیدو له پاره، موږ انتظار نه شو ایستلای چې د دوو دولتونو د حل له پاره له پاره خبرې اترې بیرته پیل شي.» شتاین مایر په غزې کې د ملګرو ملتونو له هغه ښوونځي څخه هم لیدنه وکړه چې د آلمان په مرسته جوړ شوی دی.
په داسې حال کې چې د غزې د بیا رغاونې له پاره په میلیاردونو ډالر ژمنه شوې ده، خو بیا هم په دغه سیمه کې د تیر کال جګړې راهیسې د بیا رغاونې بهیر ته ډیره کمه توجه شوې ده. د تیر کال په جګړې کې له ۲۲۰۰ څخه ډیر فلسطینیان ووژل شول.
ډیر کم وخت بهرني لوړپوړي دیپلوماتان غزې تراړې ته سفر کوي. شتاین مایر د دوشنبې په ورځ د کب نیونې له یوې سیمې څخه هم لیدنه وکړه خو د حماس له ډلې سره له لیدو یې ډډه وکړه. د آلمان خبري آژانس په حواله، د حماس یوې سرچینې دا آوازې رد کړی دی چې گواکې د شتاین مایر سفر د حماس او اسرائیلو تر منځ د بندیانو تبادلې ته د لار هواریدو سره کوم ارتباط درلود.
شتاین مایر د یکشنبې په ورځ د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو، د دې هیواد له ولسمشر او همداراز د فلسطین د خپلواکمنې ادارې له لومړي وزیر رامي حمدالله، سره خبرې اترې وکړي. هغه پر دواړو اړخونو باندې غږ وکړ چې د سولې خبرې اترې له سره پیل کړي. شتاین مایر د اسرائیل او فلسطین تر منځ د یوې نوې جگړې پر وړاندې خبرداری ورکړ. هغه وویل: «موږ د باروتو پر یوه بیلر باندې ناست یو. موږ باید ځان ډاډه کړو چې هغه انفجار نه کوي.»
شتاین مایر ته په دغه سفر کې د بیت المقدس له عبري پوهنتون له لوري یوه افتخاري ډاکټري هم ورکړل شوه. دا په داسې حال کې ده چې آلمان او اسرائیل د خپلو دیپلوماتیکي اړیکو پنځوسمه کلیزه هم لمانځي.