1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«شاوخوا ۷۰۰۰ روغتیایی کارکوونکي د کرونا قرباني سوي دي»

۱۳۹۹ شهریور ۱۵, شنبه

د بخښني نړیوال سازمان د رپوټ له مخي په ټوله نړۍ کي څه ناڅه ۷۰۰۰ صحي کارکوونکو د کرونا ناروغي د عواقبو په نتیجه کي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په تیره بیا د مکسیکو، امریکا متحده ایالات او برازیل هیوادونه سخت اغیزمن سوي.

https://p.dw.com/p/3i2Dq
Mexiko Mexiko City Coronavirus | Krankenhaus
انځور: picture-alliance/abaca/Eyepix/L. Casas

د بشری حقونو د بخښني نړیوال سازمان د پنجشنبه په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر ۳يمه) رپوټ ورکړ چی یوازي د مکسیکو په روغتونونو او د ډاکټرانو په کتنځایونو کي ، څه د پاسه ۱۳۰۰ صحي کارکوونکو د کووید ۱۹ ناروغي له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بخښنی نړیوال سازمان د اقتصادي او اجتماعي څانگي رئیس ستیف کوکبرن په دې اړه له یوې »افتضاح« څخه خبره وکړه. هغه له دې وضیعت څخه په انتقاد سره زیاته کړه: د پاندیمي له پیل څخه وروسته، له ډیرو میاشتو راهیسي په پرله پسې ډول صحي کارکوونکي په مکسیکو ، امریکا متحده ایالاتو او برازیل کي خپل ژوند له لاسه ورکوي.

هغه زیاته کړه چي په جنوبي افریقا او هند کي په کرونا باندي د اخته کیدو د پیښو د سخت ډیروالي سره سم باید اوس حکومتونه هڅه کوي چی له داسي یوه حالت څخه مخنیوی وکړي.

د بخښني نړیوال سازمان په رپوټ کي ویل سوي چي دغه بحران په مکسیکو کي د ډیرو خلکو ژوند اخیستی. د نوموړي رپوټ پر اساس ، په ځانگړي ډول په روغتونونو کي د نظافت او پاککارۍ له پاره مؤظف کسان د کرونا له خطر سره مخامخ دي چي زیاتره یې په کافي اندازه په حفاظتي کالیو مجهز نه وي.

په هغو نورو هیوادونو کي چي د کرونا له امله سخت اغیزمن سوي ، د امریکا متحده ایالات او بریتانیا هم شامل دي. په دغه رپوټ کي راغلي چي په امریکا متحده ایالاتو کي څه د پاسه ۱۰۷۰ تنه صحي کارکوونکو په کرونا ویروس باندي تر اخته کیدو وروسته مړه سوي دي. په بریتانیا کي د هغو شمیر تقریباً ۶۵۰ تنه وو.

د بخښني نړیوال سازمان په برازیل، روسیې او هند کی هم د روغتیایی کارکوونکو د مړیني له په سلهاوو پیښو څخه یادونه کړې.