شاوخوا ديرش مهاجر له ډوبيدو وژغورل شول
۱۳۹۷ شهریور ۳۱, شنبهرويټرز د امنيتي سرچينو په حواله ليکي چې دغه پيښې د يونان له شمالي ساحل څخه شاوخوا ۱۸۰ کيلومتره لرې رامنځ ته شوې ده.
ويل شوي چې په دغې کشتۍ کې سپاره مهاجر په غيرقانوني توګه قبرس هيواد ته ليږدول کيدل.
د چارواکو له قوله، په کشتۍ کې د سپرو کسانو له ډلې څخه د درو هغو روغتيايي وضعيت وروسته په روغتون کې نازک ښودل شوی دی.
د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالې کمشنرۍ (يو ان اچ سي آر) په حواله د سوريې کورنۍ جګړې له پیل راهيسې شاوخوا يو ميليون سوريايي مهاجر په لبنان کې ژوند کوي. خو د لبنان حکومت بيا دغه ارقام شاوخوا يونيم ميليون ښيي.
اروپا ته ډيری غيرقانوني مهاجرتونه د سمندر پر خطرناکو لارو ترسره کيږي. د رپوټونو په حواله ډیری دغه مهاجر د افريقايي هيوادونو څخه وي.
يو ان اچ سي آر په اګست مياشت کې ويلي وو چې د روان کال په لمړيو ۷ مياشتو کې څه باندې ۱۵۰۰ مهاجر د مديترانې سمندرګي په اوبو کې مړه شوي دي.
د مهاجرت پر موضوع له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: