1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

سیګار: کرونا افغانستان له یوه روغتیایي ناورین سره مخ کولی شي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۲, جمعه

د افغانستان د بیا رغونې د څار سازمان د امریکا کانګرس ته په خپل رپوټ کې ویلي چې په افغانستان کې خراب روغتيايي سیستم، خوار ځواکي، جګړه او نورو خطرونه ښايي د دې سبب وګرځي چې کرونا ویروس یو صحي ناورین رامنځ ته کړي.

https://p.dw.com/p/3beFf
Afghanistan Paktika Maßnahmen Umgang mit dem Coronavirus
انځور: DW/F. Zahir

د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د اپریل په ۳۱مه نیټه) د افغانستان د بیارغونې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي څارونکي سازمان یا سیګار، د امریکا کانګرس ته په افغانستان کې د کرونا له کبله د یوه احتمالي صحي ناورین په هکله خبرداری ورکړ. د سیګار مشر جان سوپکو، د یوه تازه رپوټ په خپرولو سره ویلي چې دغه وضعیت امریکايي چارواکي او د پارلمان غړي په افغانستان کې د کرونا وبا له کبله د امریکا د سولې د هڅو د ناکامۍ په برخه کې انديښمن کړي دي.

د سیګار رپوټ وايي چې په افغانستان کې د کرونا وبا خپریدو له وړاندې نه دغه هیواد اغیزمن کړی دی. د رپوټ په حواله، کرونا وبا د سولې هڅې پیچلي کړي دي او د دې سبب ګرځیدلی چې د افغانستان پولې وتړل شي چې له کبله یې د سوداګریزو توکو او بشري مرستو په انتقالاتو کې ستونزې را ولاړې شوي دي.

د سیګار په تازه خپاره شوي رپوټ کې همدا راز راغلي: «د افغانستان ګڼ شمیر او په ځینو مواردو کې ځانګړي خطرات لکه د روغتیا کمزوری سیستم، د خوار ځواکۍ پراخ شتون، د تیریدو وړ پولې، د زیاتو داخلي بې ځایه شویو کسانو شتون، له ایران سره نیږدیوالی، او روانې شخړې هغه څه دي چې ښايي دغه هیواد په راتلونکو میاشتو کې له یوه روغتیايي ناورین سره مخامخ کړي.»

جان سوپکو له دغه رپوټ سره په یوه لیک کې همدا راز ویلي چې په افغانستان کې د خوراکي توکو د بیو لوړوالی به هم ښايي دغه کړکیچ لا پسې سخت کړي. په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کرونا وبا د خپریدو په حال کې ده، واشنګټن بیا پر طالبانو او ولسمشر اشرف غاني باندې د زرګونو زندانیانو د تبادلې په برخه کې فشارونه ډیر کړي چې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل له پاره اساسي شرط شمیرل کیږي.

په افغانستان کې تر اوسه پورې د کرونا ویروس ۲۲۰۰ مثبتې پیښې ثبت شوي دي. ویروس په دې هیواد کې همداراز ۶۴ تنه کسان وژلي هم دي.

بل لوري ته بیا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم د خلکو پر بې پروايۍ باندې انتقاد کړی دی او خبرداری ورکوي چې که چیرته خلک طبي لارښونې مراعت نه کړي، ښايي د افغانستان شاوخوا اتیا سلنه نفوس په دغه ویروس اخته شي.

زموږ له آرشیف څخه: