1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سیپري: نړۍ کې نظامي لګښتونه تر بل هر وخت لوړ شوي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۵, دوشنبه

د سیپري د رپوټ په حواله په لومړي ځل په ۲۰۲۱م کال کې په نړیواله کچه نظامي لګښتونه تر ۲ تریلونه ډالرو پورته شوي دي. امریکا، چین، هند، بریتانیا او روسیه په دې برخه کې تر ټولو مخکښ هیوادونه دي.

https://p.dw.com/p/4AOT5
USA Rüstungsexport l Lockheed Martin F-35 Tarnkappenjet
انځور: picture alliance/dpa/B. Pedersen

په ستاکهلم کې د سولې نړیوال انستیتوت (سیپري) د کلني رپوټ پر بنسټ په ۲۰۲۱م کال کې په نړیواله کچه نظامي یا دفاعي لګښتونه د ریکارډ کچې ته لوړ شوي دي.

د نوموړي انیستیتوت په حواله دا اووم کال دی چې په نړیواله کچه پوځي لګښتونه په پرله پسې ډول مخ پر زیاتیدو دي. کارپوهانو په دقیق ډول دغه مصارف ۲۱۱۳ میلیارده ډالره اټکل کړي دي.

ظاهراً داسې معلومیږي چې نظامي لګښتونه هیڅ ډول بحران نه پيژني. حتی د کرونا وبا له امله اقتصادي کړکیچ هم ونه توانید چې د مخ پر ډیریدونکو دفاعي لګښتونو د ګراف لوړیدو مخه ونیسي.

امریکا متحده ایالت، چین، هند، بریتانیا او روسیه هغه پنځه هیوادونه دي چې په نړیواله کچه نظامي برخه کې د شوی پانګونې ۶۲ سلنه د دوی پورې اړه پیدا کوي.

آلمان بیا تر فرانسې وروسته په ۷ مقام کې ځای نیولی دی. د سیپري د رپوټ پر بنسټ په ۲۰۲۱م کال کې په مجموع کې دفاعي لګښتونو د نړیوال ناخالص داخلي تولید ۲،۲ سلنه برخه وه.

د امریکا او چین پوځي لګښتونه تر ټولو لوړ ول

امریکا بیا هم د جدول په سر کې ځای نیولی دی. که څه هم د انفلاسیون یا پيسو د پړسوب له امله د امریکا متحده ایالاتو لګښتونه د ۲۰۲۰م کال په پرتله ۱،۴ سلنه راټیټ شوي و، خو سره له دې هم واشنګټن له ۸۰۱ میلیارد ډالرو سره، د بل هر هیواد په پرتله پر خپلو وسله والو ځواکونو ډیرې پيسې مصرف کړي دي.

دا په نړیواله کچه د پوځي لګښتونو ۳۸ سلنه برخه تشکیلوي. تر دې وروسته بیا په ترتیب سره چین د نړیوالو پوځي لګښتونو له ۱۴ سلنه برخې سره په دوم مقام کې ځای لري.

پیکینګ تیر کال د اټکل له مخې ۲۹۳ میلیارده ډالره پر خپلو وسله والو ځواکونو مصرف کړي دي چې دا د ۲۰۲۰م کال څخه ۴،۷ سلنه زیاتوالی ښيې. که دغه ارقام د ۲۰۱۲م کال سره پرتله شي ۷۲ سلنه زیاتوالی په کې لیدل کیږي او په دې توګه په تیرو ۲۷ کلونو کې د چین پوځي لګښتونه په پرله پسې ډول لوړ شوي دي.

سیپري د بل هیڅ کوم هیواد په برخه کې دا ډول بهیر نه دی ثبت کړی. چین هم لکه د متحده ایالاتو، د خپلو وسله والو ځواکونو د لا توسعې او تحقیقاتو په برخه کې ډیره پانګونه کوي.

هند چې په دې برخه کې په دریم مقام کې ځای لري، په دغه ارزول شوی موده کې په دې برخه کې ۷۶،۶ میلیارده ډالره پانګونه کړې ده.

بریتانیا چې په دې شاخص کې په ۴ مقام کې ځای لري له ۳ سلنه زیاتوالي سره یي ۶۸،۴ میلیارده ډالره پوځي مصارف درلودل.

آلمان د خپلو دفاعي مقاصدو له پاره په ۲۰۲۱م کال کې د ۵۱،۸ میلیارده ډالرو په مصرولو سره په ۷ مقام کې ځای نیولی دی چې د دغه هیواد د داخلي ناخالص تولید ۱،۳ سلنه برخه ده.

 روسیې پر اوکراین تر برید مخې ډیره امادګي نیولې وه

روسیې د خپلو دفاعي لګښتونو په ۲،۹ سلنې زیاتولو سره ۶۵،۹ میلیارده ډالره مصرف کړي دي. دفاعي لګښتونه د روسیې د داخلي ناخالص تولید ۴،۱ سلنه برخه تشکیلوي. د سیپري په حواله دا له نړیوال اوسط څخه ډیر لوړ دی.

د ۲۰۲۱ کال په وروستیو کې کله چې روسیې د اوکراین په سرحد کې خپل ځواکونه ځای پرځای کړل، نو مصارف یي په بې ساري ډول لوړ شول. د سیپري کارپوه لویسي بیراډو سودریو وایي چې تیر کال د تیل او ګازو له درکه ترلاسه شوي لوړ عاید، له روسیې سره مرسته وکړه چې خپل پوځي لګښتونه زیات کړي.

د سیپري په حواله دا لا څرګنده نه ده چې د اوکراین جګړه به په راتلونکي کې د روسیې پوځي لګښتونه څومره اغیزمن کړي.

همدارنګه اوکراین هم دې وروستیو کلونو کې خپل دفاعي لګښتونه په واضح ډول لوړ کړي دي. که څه هم اوکراین په ۲۰۲۱م کال کې خپل پوځي لګښتونه ۵،۶ میلیاردو ته یعنې تر ۸ سلنې هم را کم کړل، خو دا هم د دغه هیواد د داخلي ناخالص تولید ۳،۲ سلنه برخه تشکیلوي.

د ۲۰۱۴ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ د اوکراین دفاعي بودیجه ۷۲ سلنه لوړه شوې، خو دا بیا د ۱۰ کاله پخوا په پرتله حتی ۱۴۲ سلنه زیاتوالی ښيې.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز