1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سکات میلر په افغانستان کې د سولې فرصت ویني

۱۳۹۷ دی ۱۲, چهارشنبه

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان د ناټو ځواکونو ته ویلي چې «مثبتو جریانونو او منفي پایلو ته چمتو ووسي.» دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو تر منځ د ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسولو له پاره هڅې ډیرې شوې.

https://p.dw.com/p/3Aspf
Afghanistan | Tote und Verletzte bei hochrangigem Sicherheitstreffen in Kabul
آرشیف انځورانځور: picture-aliance/U.S Air Force/S. Jackson

جنرال سکاټ میلر چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او د ناټو «قاطع ماموریت» مشري پر غاړه لري د سیاسي جوړ جاړي له مخې د افغانستان د کړکیچ پر ختمولو ټینګار کړی دی.

میلر په کابل کې د قاطع ماموریت په مرکزي مقر کې د ناټو عسکرو ته وویل: «د سولې په هکله خبرې اترې شته، سیمه ایز لوبغاړي د سولې له پاره فشار راوړي، افغان حکومت د سولې په هکله خبرې کوي.»

خو میلر د دې رپوټونو په هکله کومه تبصره و نه کړه چې متحده ایالات په افغانستان کې د خپلو میشتو ۱۴۰۰۰ عسکرو د نیمایي برخې د ایستلو پلان لري.

د سپینې ماڼۍ ویاند تیره اوونۍ وویل چې د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ له افغانستانه د ځواکونو د وتلو په هکله کوم امر نه دی صادر کړی. خو د ترمپ ادارې په دې هکله رپوټونه رد هم نه کړل. له افغانستانه د یو شمیر امریکایي ځواکونو احتمالي وتلو په دغه هیواد کې د مهاجرت د نوې کړکیچ د رامنځ ته کیدو اندیښنې راپورته کړي دي.

میلر په خپلو خبرو کې وړاندې وویل: «آیا [قاطع ماموریت] له شرایطو سره د ځان برابرولو وړتیا لري؟ آیا موږ د عیاریدو وړتیا لرو؟ آیا په داسې یوه سم ځای کې قرار لرو چې له مثبتو جریانونو ملاتړ وکړو او له پایلو سره یې ځان برابر کړو؟ دا هغه څه دي چې زه یي له تاسو غواړم چې په هکله یي په ۲۰۱۹م کال کې فکر وکړئ.»

په متحده ایالاتو کې ۱۷ کاله دمخه د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د یوولسمې نیټې تر بریدونو وروسته دغه هیواد د خپلو متحدینو په مرسته په افغانستان کې پوځي عملیات پیل کړل، څو طالبان له واکه راوپرځوي.

د ارقامو له مخې د متحده ایالاتو د دغې اوږدې جګړې په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو، یاغیانو او ملکیانو په شمول کابو ۱۴۰ زره تنه وژل شوي او لګښت یي تر یوه تریلیون امریکایي ډالرو اوښتی دی.

امریکایي او طالب استازو لږ تر لږه درې وارې سره لیدلي څو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او په ۲۰۱۹م کال کې د سولې د موضوعاتو په هکله خبرې اترې وکړي. خو د دیپلوماتیکو هڅو پر زیاتیدو سربیره په جګړه کې کمی نه دی راغلی.

په عین وخت کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند ډګروال ډیویډ بټلر، ویلي دي: «تر هغه وخته چې طالبان غواړي جګړه وکړي، موږ به هم وجنګیږو.»

نوموړي زیاته کړه چې ۲۰۱۹م کال به افغانستان ته د سولې یو بې ساری فرصت راوړي، چې کابو له تیرو ۴۰ کلونو راهیسې په جګړه کې دی. بټلر زیاته کړه: «په دې هکله فکر وکړئ [...] د دې امکان شته چې ۴۰ کلنه جګړه ختمه شي.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د ۲۰۱۸م کال په خپل کلني رپوټ کې ویلي دي چې په موافقانه ډول یي امریکا دې ته واداره کړه چې دوی د سولې خبرو اترو ته راوبلي.