1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سږ کال د هندوستان غوره هنرمند څوک شو؟

آژانسونه۱۳۹۵ تیر ۶, یکشنبه

رنبیر سنګ په ۲۰۱۵ کال کې د هندوستان د سینما غوره لوبغاړی شو. هغه ته «باجیراو مستاني» تاریخي فلم له کبله دغه جایزه وکټله. د فلم جوړونکي هم جایزه واخیسته. خو د کال غوره فلم بیا د سلمان خان «بجرنګي بایجان» وو.

https://p.dw.com/p/1JDsU
Indien Bollywood Schauspieler Ranveer Singh
انځور: STRDEL/AFP/Getty Images

د هندوستان د فلم اکادمي جایزې چې د بالیوود په اسکار جایزو هم مشهورې دي، سږ کال په مادرید کې هندي هنرمندانو او فلم جوړوونکو ته ورکړل شوې.

تاریخي فلم «باجیراو مستاني»، ټول ټال لس جایزې وګټلې. د فلم جوړوونکي سنجې لییلا بنسالي، د غوره فلم جوړونکي جایزې ترلاسه کولو پر مهال وویل: «زه د دې هر څه له کبله ډیر خوښحاله یم.»

«باجیراو مستاني» فلم ټول ټال ۵۲ میلیونه ډالر ګټلې دي. د فلم د اصلي نقش لوبغاړي رنبیر سنګ، چې په کم وخت کې یې ډیر شهرت ګټلی دی، وویل چې هیله لري په راتلونکې کې هم له بنسالي سره په فلمونو کې کار وکړي. رنبیر په ۲۰۱۰ کال کې په خپل لومړي فلم کې نقش ولوبوه او ډیر مینه وال یې وموندل.

د کال غوره فلم د سلمان خان «بجرنګي بایجان» وو چې په هند کې له خپلې کورنۍ څخه د جلا شوې یوې ماشومې کیسه بیانوي. د سلمان خان دغه فلم په ۲۰۱۵ کال کې د هندي فلمونو په ډله کې تر ټولو ډیرې پیسې ګټلې وي او د سلمان خان کار هم د ډیرو له خوا ستایل شوی وو.

د هندوستان د فلمونو سابقه کاره هنرمنده شیرې دیوي کپور، هم د هغې د ژوند د لاس ته راوړنو له کبله په جایزې ولمانځل شوه.

د جایزو د ورکړې دغه مراسم په ټوله نړۍ کې د ۸۰۰ میلیونه کسانو له خوا د تلویزیون له لارې ولیدل شوه. هندوستان هر کال دغه مراسم له هیواد څخه بهر نیسي چې له خپلې سینما سره د نړیوالو لیوالتیا ډیره کړي. لوی ښارونه لکه مدیرید هم بیا د دغو جایزو له کوربه توب سره لیوالتیا لري چې هندي سیلانیان وهڅوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب