سږ کال د ننګرهار خرما بڼ حاصلات شپږ ټنه ته لوړ شوي
په دغه بڼ کې د خرما د شپږو بېلابېلو ډولونو دوه زره او اووه سوه بوټي کېنول شوي، چې اوس په حاصل راغلي. د ننګرهار د کانال ریاست چارواکي په لنډ وخت کې پر ۱۸۰ جریبه ځمکه د خرما د لسو زرو بوټو د یوه بل بڼ د جوړولو خبر هم ورکړ.
۱ـ د ننګرهار د کانال رییس انجینیر عبدالقهار حیدري وايي، سږ کال به د خرما له دغه بڼه څه باندې شپږ ټنه حاصل ټول کړي.د ننګرهار د کانال ریاست چارواکي په لنډ وخت کې پر ۱۸۰ جریبه ځمکه د خرما د لسو زرو بوټو د یوه بل بڼ د جوړولو خبر هم ورکړ.
۲ـ دغه بڼ د کانال پر څلوېښت جریبه ځمکه جوړ دی، چې د حاصل یې دا دریم کال دی. چارواکي وايي د خرما حاصلاتو او مثبتې پایلې ته په کتو، کانال اداره پلان لري چې دغه ډول نور باغونه هم جوړ کړي. د خرما دا بڼ شاوخوا پنځه کاله وړاندې د ننګرهار هډې فارم سیمه کې د کانال پر څلوېښت جریبه ځمکه جوړ شوی. په دغه بڼ کې د خرما د شپږو بېلابېلو ډولونو دوه زره او اووه سوه بوټي کېنول شوي، چې اوس په حاصل راغلي.
۳ـ په دغه بڼ کې د خرما د شپږو بېلابېلو ډولونو دوه زره او اوه سوه بوټي کېنول شوي، چې اوس په حاصل راغلي.
۴ـ د ننګرهار اوسېدونکي وايي، که حکومت دا وړ نور باغونه جوړ کړي، نو نه یوازې دا چې د خرما له اړخه به یو څه پر ځان بسیاینه رامنځته شوي وي، خلکو ته به هم کاري موکې برابرې شي. دوی وايي، د دغه بڼ خرما خوږه او د مزې ده.
۵ـ حکومت د ننګرهار تر څنګ فراه او کندهار کې هم په ازمېښتي ډول د خرما باغونه جوړ کړي؛ خو داسې ښکاري، چې د دغو باغونو نتیجه ښه ده.
۶ـ افغانستان هر کال له ایران، سعودي او نورو هېوادونو زرګونه ټنه خرما راواردوي، چې ۹۸ سلنه یې له ایران راځي. د ماليې وزارت د شمېرو له مخې، یوازې تېرو څو میاشتو کې افغانستان ته له نورو هېوادونو د شپږ سوه میلیونو افغانیو په ارزښت خرما راوړل شوې، چې دا شمېرې مخ په لوړېدو دي.
۷ ـ د دغه بڼ حاصلات یوه سوداګر په څه باندې پنځه سوه زره افغانۍ پلورلي، چې د سپتمبر پر شپږمه نېټه یې ترې ټولول او بازار ته وړاندې کول پیل کړل.