1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

سږ کال د افغانستان کریکټ غوره لیګ سیالۍ نه کیږي

۱۳۹۸ شهریور ۲۱, پنجشنبه

د افغانستان کریکټ بورډ وایې چې د کریکټ د شل اوریز غوره لیګ دویم پړاو تر راتلونکي کاله وځنډول شو. په عین وخت کې بورډ د شل اوریزه غوره لیګ قضیه د فساد د تورنو د څیړنې په موخه څارنوالۍ ته لیږلې ده.

https://p.dw.com/p/3PUA9
Cricket WM zwischen Afghanistan und Australien
انځور: Getty Images/AFP/D. Sarkar

د افغانستان کریکټ بورډ له لوري د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د سپتمبر میاشتې ۱۲مه) په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې بورډ د افغانستان د شل اوریز غوره لیګ قضیه د فساد د تورونو د څیړنې په موخه «څارنوالۍ ته وړاندې کړې ده او همدا راز یې له سنیکسر سپورټس کمپنۍ سره قرار داد لغوه کړی دی.»

په خبر پاڼه کې وړاندې راغلي دي چې کریکټ بورډ له یادې کمپنۍ سره قرار داد د کلني فیس د نه ورکړې او د لیګ په چارو کې د رونټیا د نه شتون له کبله فسخ کړ.»

خو په اعلامیه کې د دغه فیس یادونه نه ده شوې چې څومره وو. د و ینا پاڼې له مخې دغه کمپنۍ باید د افغانستان کریکټ بورډ ته ټول فیس د لیګ د لومړي پړاو د تر سره کیدو ۱۵ ورځې ترمخه سپارلی وای، چې د نهو میاشتو په تیریدو سره او هم دا کار نه دی شوی.

کریکټ بورډ همداشان په خپله اعلامیه کې ویلي دي چې د شل اوریز غوره لیګ دوهم پړاو تر راروان کال پورې وځنډول شو او په راتلونکي کې به د دغه لیګ د «امتیاز د ترلاسه کولو ټولې چارې د آزادې سیالۍ له مخې تر سره شي.»

څه موده وړاندې هم ځینو رسنیو د دغه لیګ په لومړي پړاو کې د فساد د قضیې په هکله ځینې رپوټونه خپاره کړي ول چې په خبره یې د کریکټ نړیوالې شورا د فساد کمیټې په دې تړاو د افغانستان د کریکټ بورډ له ځینو چارواکو څخه پوښتنې کړې وې. لومړۍ پړاو سیالۍ په ۲۰۱۸م کال کې په متحده عربي آماراتو کې ترسره شوې.