1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

سویډني اداره د کرونا ناروغۍ له پاره تائید شوي درمل ارزوي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۴, یکشنبه

د سویډن د درملو د څار ملي اداره وايي چې اروپا همدا اوس په چټکۍ سره د ریمدیسیویر remdesivir په نامه د کرونا له پاره تائید شوي درمل ارزوي. تر دې مخکې امریکا د کرونا پر ضد د یادو درملو اجازه ورکړې وه او ګټور ثابت شوي.

https://p.dw.com/p/3biRB
Remdesivir antivirales Medikament in Erprobung
انځور: picture-alliance/AP/Gilead Sciences


د سویډن د دارو درملو د څار ملي اداره وايي چې اروپايي ټولنه همدا اوس په خورا چټکۍ سره د ریمدیسیویر remdesivir په نامه د هغو درملو ارزونه کوي چې تر دې وړاندې په امریکا متحده ایالاتو کې د کرونا وبا پرضد د استفادې اجازه ورکړل شوې ده.

دغه سویډنۍ اداره وايي چې تر ارزونو وروسته به دا جوته شي چې دغو درملو ته د اروپايي ټولنې په ۲۷ هیوادونو کې د کرونا ناروغۍ د درملنې په برخه کې اجازه ورکړل شي او که نه، داسې ارزونه چې څو ورځې وخت ته اړتیا لري.

په سویډن کې د طبي تولیداتو د ادارې د ساري ناروغیو د څانګې مشر، چارلوټه بیرګویست د ټي وي ۴ په نامه سویډني تلویزیون ته وویل چې په اروپايي ټولنه کې د کرونا ناروغۍ د درملنې له پاره د ریمدیسیویر remdesivir په نامه درمل تر ارزونې لاندې دي. د نوموړي په خبره په دې هکله به په راتلونکو څو ورځو کې پریکړه وشي.

په دې وروستیو کې د امریکا متحده ایالاتو د خوراک او دارو درملو ادارې یا ایف. ډي. اې د کوید ۱۹ یا کرونا ناروغۍ له کبله په روغتون کې د بستر شویو ناروغانو له ډلې څخه پر هغو کسانو د ریمدیسیویر remdesivir دارو کارول ته اجازه ورکړې وه چې وضعیت یې ترینګلی وو. دغه درمل په اصل کې د ایبولا ناروغۍ د درملنې له پاره جوړ شوي وو او د امریکا متحده ایالاتو په کلیفورنیا کې د ګیلید سانیسس په نامه د شرکت له لوري تولیدیږي.

په امریکا کې د کرونا پر ناروغۍ پر اخته کسانو باندې د ریمدیسیویر remdesivir تر استفادې وروسته، ارزونو ښوولې چې دغه درمل د جدي ناروغو کسانو د بیرته رغیدو په موده کې یې د پام وړ کمښت راوستی دی په دې معنی چې په ډیر لنډ وخت کې بیرته روغ شوي دي.

Remdesivir antivirales Medikament in Erprobung
انځور: AFP/U. Perrey

زموږ له آرشیف څخه: 

د کرونا ویروس واکسین به کله جوړ شي؟