1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سویلي کوریا: کیم جونګ اون ژوندی او ښه دی

۱۳۹۹ اردیبهشت ۸, دوشنبه

د شمالي کوریا د واکمن کیم جونګ اون د سختې ناروغۍ او آن د احتمالي مړینې په هکله تر ګونګوسو څو اوونۍ وروسته سویلي کوریا دغه آوازې یو څه آرامه کړي. خو د شمالي کوریا د باندې د هغې تائیدیدو ته باید انتظار وایستل شي.

https://p.dw.com/p/3bTl7
Südkorea Medienberichterstattung Gesundheit Kim Jong Un
انځور: Getty Images/AFP/J. Yeon-Je

د سویلي کوریا د یوې سرچینې له قوله د یکشنبې په ورځ ویل شوي دي چې د شمالي کوریا واکمن کیم جونګ اون، «ژوندی او ښه دی». په څو مهمو مراسمو کې د کیم د نه ګډون او د زړه د عملیاتو د ترسره کیدو د رپوټ وروسته د هغه د روغتیا په هکله له څو اونیو راهیسې بیلا بیلې ګونګوسي کیږي.

د سویلي کوریا د ولسمشر مون جای ان، د بهرنیو چارو سلاکار مور چنګ اِن، له یوه امریکایي تلویزوني چېنل سره په خبرو کې ویلي دي چې د شمالي کوریا مشر په ښه روغتیايي وضعیت کې دی.

دغه سلاکار له سي ان ان، تلویزوني شبکې سره په یوه مرکه کې ویلي دي: «زموږ د حکومت دریځ ثابت دی، کیم جونګ اون ژوندی او ښه دی.»

د مون چنګ اِن، په خبره کیم د شمالي کوریا په ختیځ کې د وونسان، په سیاحتي سیمه کې د اپریل له ۱۳مې نېټې راهیسې تم دی «او تر اوسه کوم شکمن حرکات نه دي لیدل شوي».

ګونګوسي همداسې ادامه لري

خو په عین وخت کې د سویلي کوریا د ملي اسامبلۍ د بهرنیو او بیا یو ځای کیدو د کمېټې مشر یون سانګ هایون، د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې د کوریا د مشر غیابت دا ښيې چې «هغه [کیم جونګ اون] په عادي ډول کار نه کوي». یون په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي: «د اپریل له ۱۱مې نیټې راهیسې داسې کوم رپوټ نه شته چې وښيې چې د تل په څیر پالیسي جوړونکي پریکړې کوي. دا دې سبب کیږي چې وانګیرل شي چې یا هغه ناروغه دی او یا د کرونا ویروس د اندیښنو له کبله په تجرید کې ساتل کیږي.»

شمالي کوریا وایي چې تر اوسه د کرونا ویروس کومه مثبته پيښه پکې نه ده تائید شوې، خو نړیوال پوهان د دې ادعا په هکله په شک او تردید کې دي.

د کیم پیغام

د سویلي کوریا د یونهاپ، خبري آژانس د رپوټ له مخې د شمالي کوریا دولتي رسنیو د کیم څرګندونې خپرې کړي چې له مخې یې هغه له کارګرو څخه مننه کړې ده چې په شمالي ښار سامجین کې یې کورونه آباد کړي، کوم چې د ساحلي سیاحت پروژې برخه ده.

خو د یونهاپ په وینا په رپوټ کې د کیم نوي انځورنه نه وو او نه پکې د هغه د ځای په هکله کومه یادونه شوې وه.

کیم د وروستي ځل له پاره د اپریل میاشتې په ۱۱مه نېټه لیدل شوی چې د کارګر ګوند د غونډې مشري یې کوله. تر هغې وروسته کیم د اپریل میاشتې په ۱۵مه نېټه د خپل نیکه کیم ال سونګ، چې د اوسنۍ شمالي کوریا بنسټ ایښودونکی دی، د زوکړې په مراسمو کې هم حضور نه درلود. د اپریل پنځلسمه د شمالي کوریا په سیاسي جنترۍ کې مهمه ورځ ګڼل کیږي.

په ختیځ کې د اورګاډي لیدل کیدل

له عامه محضره څخه د هغه غیابت د دې سبب شو چې په رسنیو کې یې د ناروغۍ او آن د احتمالي مړینې په هکله ګونګوسي خپاره شي.

د ډیلي ان کې، په نوم انټرنټي ورځپاڼې خبر خپور کړی وو چې کیم جونګ اون، د زړه جراحي عملیات ترسره کړي دي. داسې رپوټونه هم ورکړل شوي وو چې واشنګټن داسې استخباراتي معلومات څاري چې کیم په جدي خطر کې دی.

د نارت ۳۸، په نوم امریکا مېشتې فکري بنسټ له لوري ارزول شوو سټلایټ انځورونو کې یو اورګاډی لیدل کیږي چې باور کیږي د کیم وي چې د اپریل میاشتې له ۲۱مې نېټې راهیسې په وونسان کې په یوه تمځای کې ولاړ دی او دا رپوټونو یو څه تاییدوي چې کیم په تفریحي ښار کې دی.

د کیم او د هغه د کورنۍ په هکله معلومات ترلاسه کول او د هغې تائید ډیر سخت دي. په ۲۰۱۴م کال کې مخکې له دې چې کیم له یوې امسا سره راڅرګند شي، د شمالي کوریا دولتي رسنیو د هغه د فعالیتونو په هکله شپږ اوونۍ کوم راپور نه وو ورکړی.