1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوناک غواړي بریتانیا د پاکي انرژۍ په یو قوي هیواد تبدیل کړي

۱۴۰۱ آبان ۱۵, یکشنبه

د بریتانیا نوی صدراعظم، ریشي سوناک غواړي په مصر کي د جهاني اقلیمي کنفرانس پر مهال ددې کوښښ وکړي، چي بریتانیا «د پاکي انرژۍ په یوه ابر قدرت» باندي تبدیل کړي.

https://p.dw.com/p/4J7Zo
Ägypten | UN-Weltklimakonferenz COP27 in Scharm el Scheich
انځور: Gehad Hamdy/dpa/picture alliance

د بریتانیا نوی صدراعظم، ریشي سوناک غواړي په مصر کي د جهاني اقلیمي کنفرانس پر مهال ددې کوښښ وکړي، چي بریتانیا «د پاکي انرژۍ په یوه ابر قدرت» باندي تبدیل کړي. هغه په لندن کي پرون شنبه (د نومبر میاشتي پنځمه) وویل چي د اقلیمي تغيیر په مقابل کي مبارزه « نه یوازي د اخلاقي لحاظه ښه کار دی، بلکه هغه زموږ د اینده هوسایني او امنیت پخاطر هم حیاتي ارزښت لري». 

سوناک د نن یکشنبه په شروع کیدونکي اقلیمي ۲۷کنفرانس (COP27) کي خپل پخوانی د نه گډون دلیل «داخلي عاجل مکلفیتونه» راوړی ؤ او په همدې خاطر د اپوزیسون او اقلیمي سازمانونو لخوا تر انتقادونو لاندي راغلی ؤ. پر هغه باندي نه یوازي پدې خاطر انتقاد سوی ؤ، چي اقلیمي بحران جدي نه نیسي، بلکه په کنفرانس کي د نړۍ د نورو سیاسي او دولتي مشرانو، لکه د امریکا د جمهوررییس، جوبایدن سره د مستقیمي لیدني کتني چانس هم د لاسه ورکوي.