سوله، د هر افغان هیله
۱۳۹۲ شهریور ۲۹, جمعهافغان ولسمشر حامد کرزی په وروستیو کلونو کې په هر کنفرانس کې د سولې په اړه غږیږي. هغه په وروستیو وختونو کې د ځوانانو یوه کنفرانس ته وویل چې که څه هم طالبانو د هغه ورور وواژه، خو بیا به هم دی د سولې له هلو ځلو لاس وا نه خلي: «هیڅ کله مې هم طالبانو ته، البته هغو طالبانو ته چې زه یې افغان او د دې خاورې بولم، د جګړې پیغام نه دی ورکړی، بلکه هغوی ته مې د سولې پیغام رسولی دی. دا کار مې آن هغه وخت هم کړی چې دوی زما ورور وواژه.»
د افغان حکومت وزارتونه هم په وروستیو کلونو کې په کلیو او بانډو کې د سولې تر نوم لاندې د بیارغونې پروژې پلي کوي ترڅو له دې لارې افغانان سولې او پخلاینې ته راوبلي. حکومت هغو کسانو ته چې له جکړې څخه لاس اخلي انعامونه ورکوي او هغوی په دولتي پروژو کې شاملوي.
ولي سوله نه راځي؟
خو اوس اصلي پوښتنه دا ده چې ولي پر دغو ټولو هڅو سربیره هم تر اوسه پورې په افغانستان کې سوله نه ده راغلې. د افغانستان د سولې د عالي شورا د نړیوالو چارو مشاور اسماعیل قاسمیار، په دې اړه وايي: «له دې کبله چې د طالبانو مشرتابه د پولې بلې غاړې ته پرته ده، [د بهرنیو] تر کنترول لاندې ده، تر څار لاندې ده او [د نورو] فرمان برداره ده. هر څه چې نور یې کوي دوی یې هم ترسره کوي. له بده مرغه دوی خپل کور ویجاړوي ترڅو پردی کور ودان کړي.»
د افغانستان د سولې عالي شورا وایي چې د سولې د رامنځ ته کیدو او د خبرو اترو به بهیر کې د خلکو د ملاتړ د ترلاسه کولو له پاره یې ځینې برنامې په لاره اچولي دي. قاسمیار وویل: «د جګړې او تاوتریخوالي فرهنګ باید په یوه داسې فرهنګ بدل شي چې له مسالمت څخه ډک وي. له همدې کبله تاسو په ټول هیواد کې داسې یوه غونډه نه وینئ چې د اجندا په یوه فقره کې یې د سولې موضوع شامله نه وي.»
د سولې د عالي شورا دغه غړي وویل چې په افغانستان کې د سولې د راتلو یوه لاره له وسله والو مخالفینو سره خبرې اترې کول دي خو هغه په عین حال کې پر دې خبرې باندې ټینگار وکړ چې په ټولنه کې د اوږد مهاله سولې د رامنځ ته کولو له پاره باید د سوله ییز ژوند فرهنگ رامنځ ته او پیاوړی شي.
سوله د خلکو هیله
د افغانستان اوسیدونکي وایي چې نور نو له جکړې ستړي شوي دي او نور باید خلک د سولې د نه شتون له کبله خپل ژوند له لاسه ور نه کړي. د کابل یو تن اوسیدونکی عرفان الله وایي: «هیله کوو چې په ټولې نړۍ کې سوله رامنځ ته شي په خاصه توگه بیا زموږ په خپل افغانستان کې. له دې ډیر خواشینی یم چې د افغانستان په کلیو او بانډو کې خلک د سولې د نه شتون له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.»
د کابل یو بل اوسیدونکی محمد عمر بیا وایي چې که په افغانستان کې سوله رامنځ ته شي نو افغان به ډیر ژر وده وکړي: «که زموږ په هیواد کې سوله وي نو موږ ډیرې لاس ته راوړنې لرلی شو او پرمختگ کوو. له دې کبله چې زموږ هیوادوال ناداره دي او ډیر زیار باسي.»