1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياافغانستان

سور صلیب کیدای سي د ۲۵ روغتونو تمویل پای ته ورسوي

۱۴۰۲ مرداد ۲۷, جمعه

د سره صلیب نړيوالي کومیټې یو ویاند له رویټرز خبري اژانس سره د هغو اندېښنو په اړه خبري کړي چي ګويا دغه کومېټه په افغانستان کي له ۲۵ روغتونو سره خپلي مرستي دروي.

https://p.dw.com/p/4VJiJ
Afghanistan | Erdbeben
انځور: Ali Khara/REUTERS

 

اړوند: سورصليب: افغانستان له کرونا سره د مبارزې له پاره مرستو ته اړتيا لري

Jemen Sanaa Airport | Gefangenenaustausch
انځور: KHALED ABDULLAH/REUTERS

د «ای سي ار سي» یا نړيوال سور صلیب له خوا د مالي محدیتونو د ډېروالي له امله ډېر امکان لري، چي د روان کال د اګسټ میاشتي تر پایه پوري په افغانستان کي له ۲۵ روغتونو سره خپل ملاتړ یا تمویل پای ته ورسوي.

 

په افغانستان کي دنړيوال سور صلیب ویاند ډیاګو اکانټارا د پنجشنبې په ورځ رویټرز خبري اژانس ته وویل، که څه هم موږ د مالي مرسته کوونکو سازمانونو او وزارتونو سره د ملاتړي حمایتي ميکانیزم باندي اخته یو«چي له روغتونو سره خپلو دوامداره مرستي چمتو کړو، خو انتظار کیږي، چي د روغتونونو د حذف تدریجي پروګرام د اګست تر ورستیو پوري عملي سي.»

اړوند: سورصليب: نړيواله ټولنه افغانان يوازي پرېږديالکانټارا وايي: «نړيوال سور صلیب د اوږدمهال له پاره لازم پروګرام او سرچینه نه لري، چي بشپړ روغتیايي کارونه او فعالیتونه وڅاري. »

نړيوال سور صلیب په اپریل میاشت کي اعلان کړی و، چي د دغه بنسټ مدیره هئیت د ۲۰۲۳ او د ۲۰۲۴میلادي کال د لومړیو د لګښتونو د راکمولو له پاره ۴۷۵.۳۰ میليونه ډالر تصویب کړي دي.

کیدای سي، چي دا په ځینو سیمو کي عملیاتي چاري وځنډوي، ځکه چي د بشري مرستو تمویل لږ سوی دی.