1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

سمنګان: په برید کې ۱۰ کسان وژل شوي او ډير نور ټپیان دي

۱۳۹۹ تیر ۲۳, دوشنبه

په سمنګان کې تر یوه موټر بمي برید وروسته د وسله والو کسانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ نښته کې د چارواکو په خبره ۱۰ کسان وژل شوي او ۴۳ تنه نور ټپیان دي. طالبانو د برید مسئوليت منلی دی.

https://p.dw.com/p/3fEqc
Afghanistan Angriff mit einem Selbstmordattentäter in einem Auto in der Provinz Samangan
انځور: Getty Images/AFP

په سمنګان ولایت کې د نن ورځې په موټر بم برید او ورپسې د طالب جنګیالیو او حکومتي ځواکونو ترمنځ وسله واله نښته کې د چارواکو په خبره ۱۰کسان وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان دي. دغه برید نن سهار د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار کې د ملي امنیت ودانۍ څنګ ته شوی دی.

د چارواکو په خبره، په دې برید کې ډیر ټپیان شوي کسان ملکیان دي چې پکې ماشومان او میرمنې هم شاملې دي. ځايي چارواکو ویلي دي چې د برید تلفات ښايي تر دې هم لوړ شي. طالبانو د دې برید مسئولیت منلی دی.

د سمنګان ولایت د حکومتي چارواکو په خبره، تر موټر بم برید وروسته د بریدګرو او امنیتي ځواکونو ترمنځ وسله واله جګړه هم شوې ده. دغو چارواکو ویلي دي چې امنیتي ځواکونو ټول بریدګر وژلي دي او جګړه پای ته رسیدلې ده.

ځايي چارواکو په لومړي سر کې د دوو بریدګرو خبر ورکړی وو، خو بیا وروسته بل چارواکي وویل چې په پیښه کې څلور بریدګر وژل شوي دي.

د سمنګان امنیتي چارواکو د برید د نوعیت او ځای په هکله وویل چې په لومړي سر کې له چاودیدونکو موادو ډک موټر په دې ولایت کې د ملي امنیت ودانۍ مخې ته چاودلی دی او بیا وروسته جګړه پیل شوې ده.

د چارواکو په خبره، د چاودنې د شدت له کبله د برید په سیمه کې ګڼ شمیر ودانیو ته هم زیان اوښتی دی.