1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سلوانیا هم فلسطین د یوه دولت په توگه په رسمیت وپیژاند

۱۴۰۳ خرداد ۱۶, چهارشنبه

د اسرائیل د حکومت له خوا پر ټولو اعتراضونو سربیره، د اروپايي ټولني یو بل غړي هیواد سلوانیا هم فلسطین د یوه خپلواک دولت په توگه په رسمیت وپیژاند.

https://p.dw.com/p/4gg4v
Slowenien Ljubljana | Palästinensische Flagge wird vor dem slowenischen Parlament gehisst
انځور: Ales Beno/Anadolu/picture alliance

د سلوانیا له پلازمېني لیوبلیانا څخه خبر ورکړل سوی دی چي: «دغه ډول گام د هیلو او سولې له پاره یو پیغام» دی. تر هسپانيا، آیرلنډ اوناروې څو ورځي وروسته، دا دی اوس یوه بل اروپايي هیواد هم د فلسطین دولت په رسمیت وپیژاند.

د سلوانيا د بهرنیو چارو وزارت مشري ډیپلوماټي تانیا فایون، د چهارشنبې په شپه پر ایکس پاڼي لیکلي: «د فلسطین گران اولسه، د نن ورځي نهایي پریکړه د سولې او هیلو له پاره یو پیغام دی. موږ باور لرو چي یوازي د دوو دولتونو حل لاره په منځني ختیځ کي دومداره سوله رامنځته کولای سي. سلوانیا به د دواړو هیوادونو، فلسطین او اسرائیل د امنیت له پاره نه ستړي کیدونکي کارته دوام ورکړي.»

فلسطین د یو شمیر هیوادونو له خوا د خپلواک دولت په توگه په رسمیت پیژندل سوی دی. خو د لویدیځو قوي هیوادونو او همدارنگه امریکا متحده ایالاتو، بریتانيا او اروپايي ټولني ډېرو هیوادونو په اړه بیا دا خبره صدق نه کوي.

سلوانیا د خپلو معلوماتو له مخي په نړیواله کچه ۱۴۷م هیواد دی چي دفلسطین خپلواک دولت په رسمیت پیژني.

د اسرائیل حکومت بیا په دا وروستیو کي د مخ پر زیاتیدونکو هیوادونو له خوا د فلسطین دولت په رسمیت پیژندل و «ترهگرۍ ته په انعام ورکولو» محکوم کړي دي.

Präsidentschaftswahlen in Slowenien I  Janez Jansa
د سلوانیا پخوانی صدراعظم جانس جانساانځور: Luka Dakskobler/SOPA/ZUMA/picture alliance

د سلوانیا له خوا دغه په رسمیت پیژندنه مخکي په لیوبیانا کي له پارلماني دسیسو سره مخامخ وه. د پخواني صدراعظم جانس جانسا، د اپوزیسیون گوند، SDS- لومړی د فلسطیني دولت د په رسمیت پیژندلو په هکله د ټولپوښتنو عریضه بیرته واخیسته او بیا یې له سره نوې وړاندي کړه.

 ښي اړخه اپوزیسیون له دې لاري غوښتل چې په پارلمان کې د میانه کیڼ اړخه حکومت لخوا د په رسمیت پیژندلو وړاندیز لږ تر لږه د ۳۰ ورځو له پاره وځنډوي. دغه وړاندیز بلاخره په اتفاق آرا سره تصویب سو.

GP/NZ/DW.Online