1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سلمان خان په پنځه کاله بند محکوم سو

احمد ولي اڅکرزی (آژانسونه)۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۶, چهارشنبه

د هندي فلمونو نامتو ستوری سلمان خان، د خطايي قتل په جرم په پنځه کال بند محکوم سو. هغه په ۲۰۰۲م کال کي د نشې په حالت کي يو سړی په موټر وهلی او وژلی دی.

https://p.dw.com/p/1FKmI
انځور: STRDEL/AFP/Getty Images

د فرانس پريس خبري آژانس د خبريال په وينا سلمان خان ډېر هېښ سو، کله چي يې د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۵ کال د می ۶مه) د محکمې د قاضي فيصله واورېدله. دغه قاضي په خپله فيصله کي وويل چي سلمان خان بايد چي د پنځو کالو له پاره زنداني کړل سي.

سلمان خان په دې تورن وو چي په ۲۰۰۲م کال کي تر ترافيکي حادثې وروسته د پيښي له ځايه څخه تښتېدلی وو. د تور له مخي سلمان په نشه حالت کي د موټر پر جلو ناست وو چي يو بې کوره سړی يې په موټر وواهه او وواژه. پر سلمان خان تور وو چي د دغه ترافيکي حادثې پړه يې پر خپل موټروان اچولې وه.

د سلمان خان محاکمه د چهارشنبې په ورځ د ممبی ښار په يوه محکمه کي تر سره سوه. محکمې د خپلي پريکړي د اعلان پر وخت وويل چي د سلمان خان پر ضد لګول سوي تورونه ثابت سوي دي.

پر سلمان خان د پنځو کالو بند سزا په داسي حال کي راوځي چي هغه د ۱۰ کالو بند سزا له ګواښ سره مخامخ وو. پر ۴۹ کلن سلمان خان دا تور هم دی چي په ډېري بې احتياطۍ سره په نشه حالت کي د موټر چلولو تر څنګ يې له ژوبل سوو خلکو سره د مرستي کوښښ هم نه دی کړی.

سلمان خان تر ډېر وخت پوري ورباندي لګول سوي تورونه نه منل. هغه ويل چي پر جلو دی نه وو ناست، بلکي د هغه موټروان وو. دغه موټروان د ۲۰۱۵م کال په اپريل مياشت کي و محکمې ته وويل چي موټر سلمان خان نه بلکي ده چلاوه چي دغه حادثه رامنځ ته سوه. خو عيني شاهدانو دغه خبره رد کړې وه.

تر دې دمخه چي قاضي د سلمان خان د قضيې پريکړه واوروي، سلمان خان په محکمه کي خپل دريځ روښانه کړ او له محکمې څخه يې هيله کړې وه چي د بند سزا ور نه کړي.

Indien Film Bollywood Schauspieler Salman Khan
انځور: Getty Images/AFP/P. Paranjpe

سلمان خان ويلي ول چي که دی زندان ته ولاړ سي نو د ډيرو نورو خلکو د لوی مالي تاوان سبب به وګرځي. سلمان خان وويل چي د ۲۰۰۰ ميليونو هندي روپيو پانګوني ورسره تړلي دي.

د محکمې د پريکړي له مخي سلمان خان کولای سي چي د دغي پريکړي پر ضد د استناف محکمې ته مراجعه وکړي. سلمان خان د پريکړي تر اورېدو وروسته خپل ځان پوليسو ته وسپاره چي زندان ته يې انتقال کړي.