1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

سعودي نورو هيوادونو ته: د حج پلان مو وځنډوئ

۱۳۹۹ فروردین ۱۳, چهارشنبه

سعودي عربستان له تر يو ميليون زياتو مسلمان زيارت کوونکو څخه غوښتنه کړې ده چې سږکال د حج د ادا کولو اراده دې د اوس له پاره وځنډوي. ويل شوي چې د حج په هکله به وروستۍ پريکړه وضعيت ته په کتو سره وشي.

https://p.dw.com/p/3aJ1H
Saudi Arabien Hadsch nach Mekka
انځور: picture-alliance/dpa/Saudi Press Agency

د سعودي عربستان حکومت د نړۍ ټولو مسلمانانو ته ويلي دي چې سږ کال د حج د ادا کولو پلان دې تر هغه وخته وځنډوي تر څو د کرونا د وبا په اړه وضعيت روښانه شوی نه وي.

د سعودي عربستان د حج او عمرې وزير صالح بن طاهر بنتن له يوه دولتي تلویزيون سره په خبرو کې وويل: »موږ نړيوالو ته وويل چې حج ته د چمتووالي په نيولو کې دې تلورا نه کوي.«

نوموړي وويل چې د سعودي عربستان له پاره د حاجيانو د روغتيا ډاډمنول او د سعودي د وګړو روغتيا لومړيتوب لري.

د مسلمانانو دا تر ټولو ستره راټوليدنه يعني حج د روان ميلادي کال د جنولای مياشتې په پای کې ده، خو د کرونا ويروس د وبا له وجې د سعودي عربستان له خوا پر ټولنیز ژوند د محدوديت له وجې تر اوسه په دې اړه په حتمي توګه څه ويل مشکل دي چې آیا سږ کال به د حج مراسم ترسره کول امکان ولري او که نه.

هر کال له ټولې نړۍ څخه په سونو زره مسلمانان سعودي عربستان ته د حج ادا کولو له پاره ورځي.

سعودي عربستان پر عمرې لا د مخه بندیز لګولی دی. حکومت د مکې او مدينې ښارونه تړلي دي او هیچا ته هم دې ښارونو ته د داخلیدو او ترې د وتلو اجازه نه ورکول کيږي.

په سعودي عربستان کې تر اوسه د کرونا ويروس ۱۵۶۳ مثبتې پېښې ثبت شوي او لس کسان په دې ويروس مړه شوي دي.

په ټوله نړۍ کې په کرونا د اخته کسانو شمير تر اتو نيمو لکو اوښتی دی او تر اوسه یې له کبله تر ۴۲ زرو زيات کسان مړه شوي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتیرش تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته دا وبا تر ټولو بد بحران بللی دی. دمګړۍ د کرونا ويروس تر ټولو زيات ناروغان په امريکا متحده ايالاتو کې دي چې شمير یې کابو ۲۰۰ زره دی.

bs/nz (Reuters, ap)