1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي: میرمنې د اعتراضونو له لارې حجابونه تر پښو لاندې کوي

۱۳۹۷ دی ۸, شنبه

په عربستان کې یو شمیر میرمنو په یوه بې ساري اقدام لاس پورې کړی. دوی پر خپلو حجابونو پښې ږدي او بیا یې انځورونه پر ټولنیزو رسنیو خپروي او ځینې نورې بیا په دې محافظه کاره هیواد کې د اجباري حجاب په هکله خپلې کیسې بیانوي.

https://p.dw.com/p/3AlCt
Dänemark | Demonstration "Kvinder i Dialog"
انځور: picture-alliance/dpa/Ritzau Scanpix

د سعودي عربستان په ټولنیزو رسنیو کې حجاب زما تر پښو لاندې یا «the niqab under my foot»  تر نامه لاندې یو انترنيتي کمپاین پیل شوی دی. په دې کمپاین کې د سعودي عربستان یو شمیر میرمنې د تر پښو لاندې شوي حجاب انځورونه اخلي او بیا یې پر انترنت او ټولنیزو رسنیو خپروي. په دې ترڅ کې ځینې میرمنې د سعودي عربستان په څیر په یوه اسلامي او محافظه کاره شاهي هیواد کې د اجباري حجاب په هکله د خپل ژوند کیسي بیانوي خو په عین وخت کې ځینو نورو میرمنو بیا پر دغه کمپاین سخت انتقادونه کړي دي.

په سعودي عربستان کې د حجاب پر ضد دغه انترنيتي کمپاین او اعتراضونه په دې شاهي هیواد کې د جامو او حجاب په برخه کې د شدیدو قوانینو پر ضد د هڅو نوې څپې دي.  که څه هم په سعودي عربستان کې د حجاب او د جامو د اغوستنې د ډول په هکله ځانګړي حکومتي مقررات شتون نه لري، خو بیا هم د دې هیواد پولیسو او قضایه قوې د اسلامي شریعت په رڼا کې د جامو او حجاب اغوستل عملي کړي دي.

Saudi Arabien | Verschleierte Frauen
انځور: Getty Images/AFP/F. Nureldine

په وروستیو ورځو کې د سعودي عربستان یو شمیر میرمنو ټویټر ته مخه کړې او د اجباري نقابونو او حجابونو په هکله د خپل ژوند کیسې له نورو سره شریکوي. په سعودي عربستان کې میرمنې یو ډول ځانګړی حجاب اغوندي چې پکې د یوې میرمنې ټول بدن پوښل شوی وي او یوازې سترګې یې د لیدو وړ وي. په سعودي عربستان کې زیاتره وخت هوا ډیره ګرمه وي او د دې هیواد د حجابونو رنګ هم تور وي چې په ډیره کچه د لمر وړانګې جذبوي. د سعودي عربستان د دې کمپاین ځینو نورو ګډونوالو بیا د دغه راز جامو لاندې د انسان د نفس د تنګیدو په هکله هم خبرې او کیسې شریکې کړي دي.

د دې کمپاین یوې غړې چې مستعار نوم کاروي پر ټویټر لیکلي: «کله مې چې پریکړه وکړه چې نور نقاب لیرې کړم، د مور عکس العمل مې داسې وو لکه چې راته وايي چې هیڅکله به مې ونه بخښي. زه پر خپله پریکړه ودریدم او د څو میاشتو راهیسې احساساتي انتقادونه او لفظي شخړې او بدې خبرې زغمم. دغه څه [حجاب] زما او زما په هیواد کې د ګڼ شمیر میرمنو او نجونو له پاره د خپلې خوښې یو انتخاب نه دی.»

د حجاب پر ضد د دغه انترنیتي کمپاین ځینې نورې ګډونوالې بیا یوازې داسې انځورونه خپروي چې پکې یو حجاب تر پښو لاندې لیدل کیږي. ځینو نورو بیا یوازې لنډې جملې هم ورسره لیکلي وي د بیلګې په توګه د کمپاین یوې ګډونوالې لیکلي: «تا [حجابه] زما ژوند ډیر بد کړی وو، زه له تا نفرت لرم.»

د اقتباسات ممنوعه په نامه د دې کمپاین یوې بلې کاروونکې پر ټویټر لیکلي: «زه ۱۲ کلنه وم چې په حجاب اغوستو مې پیل وکړ. زه هیڅکله ورسره عادي نه شوم. د انسان نفس پکې تنګیږي. په منځني ختیځ کې ګرمه هوا بیا هر څه نور هم پسې خرابوي. دا هغه څه دي چې زه پوهیږم او ویلی شم چې هغه میرمنې چې وايي زه د حجاب په اغوستو کې د راحت احساس کوم، هغوی درواغ وايي او یا رواني ستونزې لري.»

کلتور او اسلامي ارزښتونو ته سپکاوی

په سعودي عربستان کې ټولو میرمنو د حجاب پر ضد په دې اعتراضونو کې برخه نه ده اخیستې بلکې یو محدود شمیر د دې کمپاین له پاره هڅې کوي. ځینې سعودي میرمنې بیا دغه څه ته د هغو میرمنو له پاره چې حجاب اغوندي، د سپکاوي په سترګه ګوري. د دې اعتراضونو یوې مخالفې پر ټویټر په دې هکله لیکلي: «حجاب زموږ خپله خوښه ده. تاسې د آزادۍ په هکله خبرې کوئ، نو راځئ چې هغه څه وکړو چې زموږ خوښه وي. موږ له خپلو هیوادونو او کورنیو سره مینه لرو. موږ د خپلو کارونو آزادي لرو. تاسې زموږ ساتونکې نه یاست. له وسوسو ډک خپل فکرونه له دې ځایه لیرې کړئ.

Saudi Arabien König Salman bildet Kabinett um | Kronprinz Mohammed bin Salman und König Salman
انځور: picture-alliance/AP Photo

نقاب یوازې هغه څه نه دي چې د سعودي عربستان میرمنو یې پر وړاندې په دې وروستیو کې په لاریونونو لاس پورې کړی دی. تیره میاشت د سعودي عربستان ګڼ شمیر میرمنو د دې هیواد د ځانګړو تورو اوږدو جامو پر وړاندې هم اعتراض وکړ. دوی دغه جامې د اعتراض په ډول چپه اغوستې وې.

دا په داسې حال کې ده چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې ویلي وو چې د سعودي عربستان میرمنې باید نور د اوږدو تورو جامو [حجابونو] یا نقابونو په هکله په خپله پریکړه وکړي او کولی شي چې عادي جامي هم په تن کړي. خو په دې شاهي نظام کې میرمنې وايي چې په عمل کې هیڅ بدلون هم نه دی راغلی.