1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي عربستان په یمن کي اوربند اعلان کړ

۱۳۹۹ فروردین ۲۱, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریس په یمن کي د سعودي عربستان له خوا د اوربند د اعلانیدو هرکلی کړی. دغه یوطرفه تدابیرکیدلای سي هم د سولي له راوستو او هم کرونا ویروس پرضد مبارزې سره مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/3ago3
Jemenitische Soldaten und Kämpfer der Volkswiderstandskräfte
انځور: picture-alliance/AA/H. A. Hamad

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریس دغه خبري نن پنجشنبه(د اپریل ۹ مه) په ژنیو کي وکړې. د سعودي عربستان په رهبرۍ یو اییتلاف په یمن کي د حکومت په پلوۍ او حوثي یاغیانو پرضد جنګیږي. د ياغيانو ملاتړ ايران کوي.

ګوتریس د یمن د حکومت او حوثي یاغیانو څخه هم وغوښتل، چي اوربند اعلان کړي. عمومي منشي زیاته کړه، چي سعودي عربستان دغه اوربند د مختلفو هیوادو د نظامي ائیتلاف په استازيتوب اعلان کړی دی.

د ملګرو ملتو په حواله به دغه اوربند دوې اوونئ دوام وکړي. ګوتریس تر دې دمخه د ټولو هغو هیوادونو څخه چي له شخړو سره مخامخ او جنګونه پکښي روان دي، غوښتي وه، چي د کرونا اپیډمي ته په کتو سره اوربند وکړي.

د نړیوال روغتیايی سازمان د ارقامو پراساس په یمن کي تراوسه پوري د کرونا یوه پيښه هم نده ثبت سوې. خو د کارپوهانو په نظر که په دغه جنګ ځپلي هیواد کي یوواري کرونا ویروس شیوع پیدا کړي، نو ډیر خراب عواقب به ولري.