1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي عربستان د کم عمره مجرمانو د مرګ سزا لغوه کوي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۸, دوشنبه

سعودی عربستان د نړۍ يو له هغو هېوادونو څخه دی چې زيات اعدامونه په کې ترسره کيږي. خو د بشري حقونو کميسيون هیله لري چې دا تازه اقدام به د هېواد د جزايي سيسټم په عصري کولو کې مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/3bSL1
Saudi-Arabien 2018 | Kronprinz Mohammed bin Salman
انځور: picture-alliance/dpa/V. Jones

د سعودي عربستان د بشري حقونو کميسيون د يکشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه هېواد د کم عمره مجرمانو له پاره د اعدام سزا ختمه کړې ده. دا ګام د سعودي د شاهي کورنۍ له خوا د اصلاحاتو د تازه لړۍ برخه ده.

د کم عمره مجرمانو له پاره د مرګ د سزا د ختمولو تر دې خبر دوې ورځې د مخه حکومت په درو د وهلو د جزا د ختمولو اعلان هم کړی وو.

د بشري حقونو کمیسيون ويلي دي چې د دې تازه ګام له مخې به هغو کسانو ته چې په کم عمر کې یې جرم ترسره کړی وي، د خپلو کړنو له پاره د مرګ سزا نه ورکول کيږي. د دغه کميسيون مشر عواد العواد، په دې اړه وويل: «د دې پر ځای به دغه کس د ځوانانو په توقيف ځای کې د بند سزا چې هغه به له لسو کلونو زياته نه وي، تیروي.»

د بخښنې نړیوال سازمان تر چين او ایران وورسته سعودي عربستان د دريم هغه هېواد په توګه درجه بندي کړی دی چې تر ټولو ډېر اعدامونه پکې ترسره کيږي. د دې سازمان په تازه رپوټ کې راغلي چې سعودي عربستان په ۲۰۱۹م کال کې ۱۸۴ تنه اعدام کړي دي چې لږ تر لږه يو داسې کس هم په کې شامل وو چې په کم عمرې کې د جرم کولو له امله د مرګ په سزا محکوم شوی وو.

د ماشومانو د حقونو له پاره د ملګرو ملتونو په کنوانسيون کې چې سعودي عربستان هم لاسليک کړی، راغلي دي چې تر ۱۸ کلونو په کم عمر کې د ترسره شويو جرمونو له کبله بايد مجرم اعدام نه شي.

عواد العواد وويل: «دا د سعودي عربستان له پاره  يوه مهمه ورځ ده. دا فرمان به له موږ سره د جزا د عصري قوانينو په جوړولو کې مرسته وکړي او د هېواد په ټولو کليدي برخو کې د اصلاحاتو د پلي کولو له پاره د شاهي حکومت ژمنتيا څرګندوي.»

د دې نويو مقرراتو له کبله به ښايي د هېواد د شيعه اقليت د شپږو تنو ژوند وژغورل شي. خو د اسوشيتد پريس خبري آژانس په حواله له ترهګرۍ سره د تړلو جرمونو په تړاو که په کم عمرې کې هم ترسره شوي وي، يوه استثنأ موجوده ده.

د اصلاحاتو پروګرام

وليعهد محمد بن سلمان هېواد د عصري کولو له پاره  په دې وروستيو کې د ټولنیزو او اقتصادي اصلاحاتو يوه لړۍ پيل کړې ده. د شنبې په ورځ (د اپريل ۲۵ نیټه) د هېواد د بشري حقونو خپلواک کميسيون په درو د وهلو د سزا د لغوه کولو اعلان وکړ. تر دې وروسته به مجرمانو ته نغدي جريمه او يا هم د بند سزا ورکول کيږي.

خو پر اصلاحاتو سربیره په سعودي عربستان کې اعدامونه او د جزا نور ډولونه لکه د غله د لاس پريکول، اوس هم په عامه محضر کې عملي کيږي. پر دې سربیره پر سعودي عربستان باندې د بشري حقونو د نه پلي کولو، د منتقدينو او فعالانو د سرکوبه کولو له پاره تل سختې نيوکې کيږي. د ۲۰۱۸م کال په اکتوبر میاشت په استانبول کې د سعودي په قونسلګرۍ کې د ژورنالست جمال خاشقجي د وحشيانه قتل له وجې هم پر سعودي عربستان سخت انتقادونه وشول.

(bs/sm (AP, Reuters