1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

سرچیني: طالبانو د افغان حکومت له استازو سره لیدلي

۱۳۹۷ مهر ۶, جمعه

رویترز خبري آژانس د طالبانو د درو غړو په حواله لیکلي دي چې د دغې ډلې او افغان حکومت استازو په سعودي عربستان کې لیدلي او د راتلونکو پارلماني ټاکنو د امنیت او د محدود شمېر بنديانو د آزادېدو په اړه یې خبرې کړي دي.

https://p.dw.com/p/35c4l
Katar Büro der Taliban in Doha
انځور: AFP/Getty Images

دغه غونډه په داسې حال کې کیږي چې پارلماني ټاکنو ته تر یوې میاشتې لږه موده پاته ده. د ټاکنو پر وړاندې تر ټولو لویه ستونزه د رايه اچونې پر مراکزو د وسله والو یاغیانو ممکنه بریدونه بلل کیږي. افغان حکومت او نړیوال ملاتړي یې په دې هڅه کې دي چې د رای اچوونې بهیر بې له کومې لویې امنیتي پیښې ترسره شي.

د طالبانو یوه مشر رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «هغوی [د افغان حکومت استازو] غوښتنه وکړه چې ورسره د سوله ایزو ټاکنو په ترسره کولو کې مرسته وشي.» هغه زیاته کړه: «د افغان حکومت پلاوې د بندیانو له آزادولو سره هم موافقه وکړه.»

د طالبانو دغه مشر زیاته کړې ده چې ځینې بندیان چې تورونه یې سپک ول وختي لا آزاد شوي او پاتې په راتلونکې کې د آزادیدو په موخه د تورونو د جدیت پر اساس پر درو کټګوریو ویشل شوي دي.

د ولسمشر غني دفتر او د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د دې لیدنې په اړه له نظر ورکولو ډډه کړې ده. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو تر دې مخکې په جولای میاشت کې د قطر په پلازمینه دوحه، کې له امریکایي دیپلوماتانو سره ولیدل. د طالبانو یوه استازي د نوم د نه ښوولو په شرط ویلي دي چې په سعودي عربستان کې په داسي حال کي ملاقات کيږي چې د طالبان او امریکایي دیپلوماتان د یوې بلې غونډي پلان ځکه خراب شو چې امریکایان له طالبانو څخه د یوه درې میاشتني اوربند غوښتنه کوي.

په قطر کې د طالبانو یوه لوړپوړي غړي ویلي: «زموږ یو شمیر لوړپوړي غړي تر اوسه پورې له افغان حکومت سره د خبرو اترو پلوي نه ول ځکه موږ هغوی لاسپوڅي ګڼل او ورسره مو له خبرو کولو ډډه کوله.»

د رویترز خبري آژانس په رپوټ کې دا نه ده روښانه شوې چې ایا طالبانو په سعودي عربستان کې له افغان حکومت سره غونډې ته له غاړې ایښودو سره خپل پخوانی دریځ بدل کړی چې په پایله کې نور د کابل حکومت لاسپوڅي نه بولي او ورسره په خبرو کې ښکیلیږې.

د طالبانو دغه مشر له امریکايي دیپلوماتانو سره د پلان شوې غونډې د لغوه کیدو په اړه وویل: «خو له امریکایانو سره زموږ وړاندیز شوې غونډه د مشخصو لاملونو له کبله نه ترسره کیږي.»

د طالبانو دغه غړي روښانه کړې ده چې د دغې ډلې مشرانو د امریکا متحده ایالاتو له خوا د درې میاشتنې اوربند غوښتنه نه شوای منلی نو له همدې کبله پر غیرې رسمي اړیکو سربیره، کومه رسمي ناسته نه ده ترسره شوې.

په قطر کې د طالبانو له رسمي دفتر څخه د دې ډلې یوه استازي ویلي: «د [دویمې] غونډې د ترسره کولو له پاره زموږ موافقه دا وه جې یوازې د بندیانو پر تبادلې او د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه زموږ د کسانو د نوم ایستلو پر سر بحث وشي چې هغوی سفر وکړای شي.»