1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سرچینه: رونالدو به په سعودي عربستان کې ۴۰۰ میلیونه یورو وګټي

۱۴۰۱ دی ۲۰, سه‌شنبه

النصر کلب ته یوې نږدې سرچینې ویلي دي چې، کریستیانو رونالډو به پر خپل معاش سربيره نيږدې ۲۰۰ ميليونه يورو نوري هم ترلاسه کړي. سعودي عربستان هڅه کوي چې په ۲۰۳۰م کال کې د فوټبال نړيوال جام کوربه شي.

https://p.dw.com/p/4LyYy
Saudi-Arabien Riad | al-Nasr FC | Vorstellung neuer Spieler Cristiano Ronaldo
انځور: Amr Nabil/AP Photo/picture alliance

پرتګالی ۳۷ کلن سوپر سټار رونالډو چې تېره اوونۍ په ریاض کې د النصر زرګونو مینه والو ته ور وپېژندل شو، تر ټولو مشهور لوبغاړی دی چې د سعودي عربستان له یوه کلب سره یې تړون لاسلیک کړی دی.

د تیلو بډایه هیواد سعودي عربستان له مصر او یونان سره یوځای هڅه کوي چې په ۲۰۳۰م کال کې د فوټبال نړیوال جام کوربه توب وکړي. په دغو هڅو کې به رونالډ د سعودي عربستان له پاره د فوټبال د سفیر رول ولوبوي او عاید به یې تر ۴۰۰ میلیونو یورو زیات شي.

اړوند مطلب: کریستیانو رونالدو د سعودي عربستان ټیم ته اوښتی

له سعودي عربستان سره د رونالډو د تړون سره اشنا دغه سرچینه، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي: «رونالدو ته به د دې قرارداد له پاره ۲۰۰ میلیونه یورو ورکړل شي.»

سرچینه زیاتوي: «هغه [رونالډو] به په ۲۰۳۰م کال کې د فوټبال نړیوال جام کوربه توب له پاره د سعودي عربستان سفیر وي او په بدل کې به یې ۲۰۰ میلیون یورو ترلاسه کړي.»

د مانچستر یونایتيد، ریال مادريد او یووینتس تورين، دغه پخوانی لوبغاړی په قطر کې د فوټبال نړیوال جام له پای ته رسېدو څو اونۍ وروسته په النصر کلب کې د لوبېدو له پاره سعودي عربستان ته ورسېد.

رونالډو چې د اروپا د فوټبال جام ګټونکی، پنځه ځلې یې د سرو زرو توپ جایزه ګټلې او پنځه ځلې یې د اروپا د اتلانو لیګ ګټلی او په دې ټورنمینټ کې د ګول وهلو ریکارډ هم لري. ټاکل شوې ده چې رونالډو د جنورۍ مياشتي پر ۲۲مه د النصر لوبډلې له پاره خپله لومړۍ لوبه وکړي.

اړوند مطلب: قطر: د نړيوال جام امنیت ته له ۵۰ زرو ډير کسان روزل شوي

سرچینې وایي چې د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان په ګډون د شاهي کورنۍ لوړپوړو چارواکو چې د النصر کلب ملاتړ کوي، له رونالډو سره د دغه تړون ملاتړ کړی دی.

nz/fz/dw