سروې: افغانان تر نورو وگړو لږ راتلونکې ته امیدواره دي
۱۳۹۷ آبان ۷, دوشنبهد ګولپ له خوا ترسره شوې یوه نوې نظر پوښتنه ښيي چې افغانان اوس د پخوا په پرتله ډیر تشویش کوي، لږ خاندې او د راتلونکې په اړه تر پخوا ډیر بدبینه دي.
د ګولپ سازمان له ۲۰۰۶م کال راهیسې په دې اړه آرزونې کوي چې د یوه هیواد اوسیدونکي د خپل ځان په اړه څومره ښه احساس لري، څرنګه ژوند کوي او د راتلونکې له پاره یې نظرونه څه دي. دې سازمان ویلي دي چې تر اوسه پورې یې په آرزونه کې د هیڅ هیواد خلک د افغانستان د اوسیدونکي په څیر ناخوښ نه ول.
دغه نظر پوښتنه د تیرې جمعې په ورځ خپره شوه. د نظر پوښتنې پایلې ښيي چې افغانان د ښې راتلونکې له پاره خپل چانس ته د یو او لس تر منځ یوازې ۲،۳ ورکوي. په دې نظر پوښتنې کې لس تر ټولو ښه او یو تر ټولو بد چانس ښوولی شوی.
ګولپ وایي چې دا د هغوی له خوا د ارزول شویو هیوادونو په ډله کې تر ټولو ټیټه نمره ده.
د نظر پوښتنې په ترڅ کې د روان کال په جولای میاشت کې له ۱۰۰۰ افغانانو سره مخامخ مرکې شوې دي. پوښتنې په پښتو او درې ژبو مطرح شوي دي.