1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زیلنسکي د روسیې په مقابل کي د لا سختو بندیزونو غوښتنه وکړه

۱۴۰۱ شهریور ۲۶, شنبه

د اوکراین د جمهررییس، ولودیمیر زیلنسکي د دغه هیواد په ختیځ ښار، ایزیوم کي د سل هاوو ملکي خلکو د یوه «ډله ایز قبر» تر پیدا کیدو وروسته د بین المللي ټولني د سخت عکس العمل غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4H0Lk
Ukraine Balaklija nach Rückeroberung
انځور: Oleksandra Indiukhova/DW

د اوکراین د جمهررییس، ولودیمیر زیلنسکي د دغه هیواد په ختیځ ښار، ایزیوم کي د سل هاوو ملکي خلکو د یوه «ډله ایز قبر» تر پیدا کیدو وروسته د بین المللي ټولني د سخت عکس العمل غوښتنه کړې ده. ۴۴ کلن زیلنسکي په خپلو تازه ویدیويي څرګندونو کي وویل، نړی اجازه نه لري، فقط وګوري چي څنګه د روسیې« تروریسټي دولت» شکنجې او قتلونه کوي. ځکه نو په خبره یې باید روسیه په لا ډیرو تعزیراتو سره مجازات سي. هغه همدارنګه اعلان وکړ، چي د خارکیف د منطقې څخه د روسي قواوو تر وتلو وروسته د شکنجه کولو یو مرکز پیدا سوی دی. په خبره یې هلته خارجیان هم د بندیانو په توګه ساتل کیدله.