1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زیارتو ته ولي اکثره خلګ د شفأ په خاطر ورځي؟

۱۳۹۹ مرداد ۲۸, سه‌شنبه

غزني هغه ولایت دی چي ډیر زیارتونه لري او د ولیانو د ولایت په نامه شهرت لري. دلته د ډیرو فرهنګي او علمي اشخاصو مقبرې وجود لري، چي اوس په زیارتونو باندي تبدیلي سوي او ډیري کسان د خپلو مشکلاتو د حلولو په خاطر ورځي.

https://p.dw.com/p/3h8oF
Afghanistan Provinz Ghazni Pilgerfahrt
انځور: DW/E.Madavi

د څلورم قرن د مقتدرو پاچانو د جملې څخه د سلطان محمود غزنوي، او د غزنویانو د دورې شاعر اولیکوال حکیم سنايي او عالم ابو ریحان البیروني شخصیتونه یې څو مثالونه دي، چي اوس یې قبرونه په مشهورو زیارتونو باندي تبدیل سوي دي.

د زیارتو متولیان وايي چي د غزني زیارتونه د افغانستان د مختلفو ولایتو څخه ډیر علاقمندان لري او دلته په مختلفو ناروغیو اخته کسان، خو اکثره په عصبي او عقلي مریضیو اخته کسان راځي، ترڅو د غزني په زیارتونو کي شفأ پیدا کړي.

د حکیم سنايي د زیارت یو متولي خپل نوم عبدالله ښيي او وايي، د درو لسیزو راهیسي دلته متولي دی. دی وايي، چي دلته په عادي ورځو کي د ورځي تر ۱۰۰ اضافه کسان راځي، خو په خاصو ورځ، لکه چارشنبه او جمعه باندي تر ۱۰۰۰ تنو هم اضافه کسان زیارتو ته راځي.

دی وايي: «حکیم سنايي یو د لوړو شخصیتو او په عین حال کي یو پاک شخصیت او د غزني د ولیانو له جملې څخه دی، چي د خدای په نزد ډیر اعتبار لري او خلګ هم پدې خاطر د هغه زیارت ته ورځي، تر څو شفاعت یې وسي.»

عبدالله همدارنګه وايي، چي «نباید د حکیم سنايي د لوړ او پاک شخصیت څخه منکر سو، ځکه چي هغه په دې ټول وخت کي لیدلي دي، چي په لسهاوو مریضان د سنايي زیارت ته تر راتلو وروسته جوړ سوي او شفأ یې بیدا کړې ده. خدای تعالی د حکیم سنايي په شفاعت د لسهاوو نورو خلګو مشکل هم حل کړی دی.»

دا هم پداسي حال کي ده، چي حکیم سنايي د سلطان محمود غزنوي د دورې د لويي شاعرانو او لیکوالانو د جملې څخه ؤ، چي د شعر او ادب په برخه کي يې څو اثره له ځانه پرې ایښي هم دي.

په غزني کي یوازي د حکیم سنايي زیارت نه دی، چي ډیري کسان د خپلو مشکلاتو د حلولو پخاطر ورځي، بلکه د نورو ډیرو شخصیتو، لکه سلطان محمود غزنوي، خواجه بلغار، سید حسن، سید جعفر، بهلول دانا، البیروني، شمس او په لسهاوو نورې مقبرې وجود لري، چي خپل خاص علاقه مندان لري.

محمد زمان، چي د بهلول دانا متولي دی، وايي، چي «اکثرأ ښځي د چارشنبې په ورځو د بهلول دانا زیارت ته ورځي.» دی وايي، یو «څوک یې لیدلی دی، چي رواني مشکلات یې درلودل، خو پس له دې چي د بهلول دانا زیارت ته راغی او دُعا یې واخیسته، د خدای په توکل یې صحت کاملأ سم سو.» هغه ټینګار کوي،  خصوصأ هغه کسان، چي په وجود کي يې پیریانان وي، د علاج پخاطر دغه زیارت ته راځي.»

د عتیق الله حسن په نامه یو تن، چي د غزني قره باغ د ولسوالۍ څخه د بهلول دانا زیارت ته راغلی دی، وايي، چي «وراره مي رواني مشکل درلودی، ډاکټرانو ویل د میرګي مریضي لري او علاج ې نه کیږي. ما هغه څوواره زیارتو ته وروستی او د خدای په فضل سره یې شفا وسوه.»

دا هم پداسي حال کي ده، چي اکثرأ کلیوالي او د عنعنوي مفکورو درلودونکي کسان پر زیارتو باندي ډیره عقیده لري او مراجعه ورته کوي.

د غزني د کلتوري ټولنو یو فعال، مزمل هوتک په دې ارتباط وايي، چي «د یوه پاچا په حیث سلطان محمود غزنوي او یا شاعر او عالم په حیث حکیم سنايي او البیروني د احترام وړ شخصیتونه دي، خو داچي اوس ځیني خلګ د هغوی قبرونو او زیارتو ته ورځي او د هغوی څخه شی غواړي، دا ښه کار نه دی. دا کار هم د اسلامي او هم علمي لحاظه ناروا دی. ځکه چي یوازي پاک خدای ج دی چي باید د هغه څخه د شفاء غوښتنه وسی او پردې باندي قادرهم دی، چي د خپلو بندګانو غوښتني واوري.»

د بله طرفه زیارتونه عواید هم لري او هغه کسان چي هره ورځ هلته ورځي، د صدقې په نامه یوه اندازه پیسې متولي ته ورکوي او یایې په صندوقونو کي اچوي.