1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زيلنسکي: په لوهانسک کې پر يوه ښوونځي بريد ۶۰ ملکيان وژلي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۹, دوشنبه

د اوکراين ولسمشر وايي چې د روسیې بمي بريد ۶۰ ملکيان چې په لوهانسک سيمه کې یې پناه اخیستې وه، وژلي دي. په دې اړه جزيات او د اوکراين د جګړې تازه تحولات دلته لوستلای شئ:

https://p.dw.com/p/4B0py
Russland - Ukraine-Konflikt I Russischer Raketenangriff auf Schule in Bilogorivka
پر اوکراين د يرغل په ترڅ کې روسيه يو شمير ملکي زيربناوې په نخښه کړيانځور: Ukrainian State Emergency Service/AFP

د اوکراين جمهور رئيس ولودومير زيلنسکي دا څرګندونې د يکشنبې په ورځ وکړې. نوموړي د «جي – اوه» غونډې ته د ويديو له لارې وويل: «پرون د لوهانسک د بیلوهوريوکا په کلي کې يوه روسي بمب۶۰ ملکيان وژلي دي.»

نوموړي زياته کړې: «هغوی د بمباريو څخه د ځان ژغورنې په موخه په يوه ښوونځي کې پناه اخيستې وه چې د روسیې د بريد هدف ګرځيدلی دی.»

د يکشنبې په ورځ د لوهانسک سيمې ګورنر سیرې ګايدی ويلي چې د بريد پر وخت په دغه ودانۍ کې کابو ۹۰ کسان موجود ول.

زياته شوې وه چې د ژغورني عملې د نويو بريدونو د ګواښ له کبله د شپې له خوا کار ونه کړای شو خو د يکشنبې په ورځ یې بيرته په کار لاس پورې کړی وو.

د م.م. د عمومي منشي غبرګون

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونيو ګوتېرش وياند د يکشنبې په ورځ وويل چې نوموړي د اوکراين په ختیځ کې په ښوونځي کې د ۶۰ تنو پر وژل کيدو سخته خواشيني څرګنده کړې ده او د ملکيانو د ساتنې غږ کړی دی.

وياند ستیفان توجارک د يوې اعلامیې په ترڅ کې وويل: «د اوکراين د بیلوهوريوکا پر ښوونځي د می د ۷مې نيټې رپوټ شوي بريد عمومي منشي سخت خواشينی کړی دی چېرې چې خلکو د روانو جګړو له کبله پناه اخيستې وه.»

United Nations Generalsekretär Antonio Guterres
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرشانځور: John Minchillo/AP/picture alliance

ګوتېرش «په ټینګار سره ويلي چې ملکيان او ملکي زيربناوې بايد له جګړو خوندي وي» او نوموړي زياته کړې چې «په دې جګړه کې دا [بريد]يوه بله يادګيرنه ده چې په دې او ډېرو نورو شخړو کې ملکي وګړي هغه څوک دي چې تر ټولو لوړه بيه پرې کوي.»

زیلنسکي: خپله خاوره به چا ته پرې نږدو

د اوکراين ولسمشر ولودمير زيلنسکي د دويمې نړيوالې جګړې په ترڅ کې د نازي آلمان پر وړاندې د بريا د ورځې په مناسبت وويل چې هېواد به یې د روسیې پر ضد دا روانه جګړه هم وګټي او دا چې هيڅ کومه سيمه به چا ته پرنږدي.

نوموړي په يوه ليکل شوي پېغام کې ويلي: «د نازي سیسټم پر وړاندې د بري په ورځ، موږ د يوې نوې بريا له پاره مبارزه کوو. دې بريا ته د رسېدو لاره له ستونزو ډکه ده خو په دې کې هيڅ شک نه لرو چې موږ به بريالي کيږو.»

ناټو پر روسیې د اوکراين د جګړې ختمولو غږ وکړ

د ناټو عمومي مشر ينس ستولتنبرګ د نازي آلمان پر وړاندې د بريا د ورځې په مناسبت پر روسیې غږ کړی دی چې په اوکراين کې دې جګړه ودروي.

ستولتنبيرګ د آلمان د «ويلت» ورځپاڼې ته وويل: «زه د می پر ۹مه نيټه پر ولسمشر پوتين غږ کوم چې جګړه په سملاسي توګه ودروي، خپل عسکر له اوکراين څخه وباسي او د سولې مذاکرات پېل کړي. موږ په کلکه له اوکراين سره ولاړ يو او له دغه هېواد سره به د خپلې دفاع په مبارزه کې مرستې ته دوام ورکړي. »

ستولتنبيرګ دا هم ويلي چې پوتین دا ورځ په ماضي کې د لوېدیځ په اړه د درواغو د خپرول او پر ناټو ائتلاف د نيوکو له پاره کارولې ده. هغه زياته کړې چې له همدې کبله دی تمه لري چې د «ناټو او لویدیځ په اړه په ټوله کې يو ځل بيا درواغ واوري.»

ب. ص/ ن. ز (AFP, AP, dpa, Reuters)