1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

زيلنسکي د روسیې د وسلو ډيپو کې له چاودنې څخه خبرداری ورکړی

۱۴۰۱ مرداد ۲۶, چهارشنبه

د اوکراين ولسمشر دا خبرداری په کريميا کې تر درنو چاودنو وروسته ورکړی دی. په دې منځ کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي د جګړې د «سياسي حل» موندلو له پاره اوکراين ته يو سفر پلانوي.

https://p.dw.com/p/4FfGw
د اوکرائین جګړه: په کریمیا کې رامنځته شوې یوه چاودنه
د اوکرائین جګړه: په کریمیا کې رامنځته شوې یوه چاودنهانځور: Sergei Malgavko/TASS/dpa/picture alliance

د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي په اشغال شوي کريميا ټاپو کې په يوه پوځي مرکز کې تر چاودنو يوازې يو څو ساعته وروسته له هغو څخه مننه وکړه چې «د اشغالګرو پر ضد» دي.

نوموړي سه شنبه د شپې پر اوکراينيانو د روسیې د پوځي اډو او تجهیزاتو له زېرمو څخه د لیرې پاتیدو غږ وکړ.

هغه وويل چې چاودنې ډېر علتونه لرله شي چې د وړتيا نه درلودل هم پکې شامل دي. نوموړي په خپله ماښامنۍ وينا کې وويل: «دا هر څه يوه معنا لري – د اشغالګرو د لوژيستيک، تجهیزاتو، پوځ او نور سامان آلات او د کوماندو د پوستو ويجاړيدل چې دا هر څه زموږ د خلکو ژوند ژغوري.»

د ريا خبري آژانس په حواله د روسیې د دفاع وزارت ويلي دي چې د کريميا د جانکوې سيمې په پوځي مرکز کې د چاودنې علت تخریب وو.

په کيف کې حکومت تر اوسه په رسمي توګه نه ده تائيد کړې چې دا بريدونه دوی کړي دي، خو که چېرې د دې تر شا د اوکرايني پوځونو لاس وي نو دا څه د دې ښکاروندي کوي چې دوی د دښمن په سيمه کې پټ عمليات ترسره کولی شي.

کيف وايي د کريمیا په چاودنو کې لاس نه لري

روسیې د کريميا سيمه لومړی له اوکراين څخه قبضه کړه او بيا یې په ۲۰۱۴م کال کې الحاق کړه.

د آلمان د انرژۍ سترو شرکتونو ته مالي زيان

د آلمان د انرژۍ ستر شرکتونه خپل د ميلياردو پېسو د زيان پړه د اوکراين پر جګړې اچوي. د آلمان د ګازو واردونکي شرکت «يونيپر» د روان ميلادي کال په لومړۍ نيمايي کې تر ۱۲،۳ ميليارده يورو ډېر زيان ليدلی دی.

ياد شرکت ويلی دي چې د دغو پېسو څخه یې ۶،۵ ميليارده يورو زيان د اوکراين د جګړې له کبله له روسیې څخه د ګازو په انتقال کې د خنډ له وجې ور رسېدلی دی.

د م. م. عمومي منشي له زيلنسکي او اردوغان سره د ليدنې پلان لري

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرش پلان لري چې د پنجشنبې په ورځ اوکراين ته سفر وکړي څو هلته د اوکراين له ولسمشر ولوديمير زیلنسکي او د ترکیې له جمهور رئيس رجب طيب اردوغان سره وګوري.

تمه کيږي چې د دغو مشرانو د ليدنې کتنې په ترڅ کې به د داسې يوه تړون پر رامنځته کیدو په اړه بحث وشي چې له مخې به د اوکراين غله جاتو ته نړۍ بازارونو ته د ليږدولو اجازه ورکړل شي څو د لوږې د نړيوال بحران په کنترول کې مرسته وکړي. 

د ملګرو ملتونو وياند شتيفان دوجاريک وويل چې په لوېديځ ښار لويو کې به د ليدنې کتنې په ترڅ کې د جګړې د «سياسي حل د موندنې د اړتيا» يادونه هم وشي.

هغه زياته کړه چې درې سره مشران به د زاپروږيا د اتومي بټۍ پر وضعيت هم خبرې وکړي چې د روسیې له خوا کنتروليږي او اوکرایني او روسي ځواکونو يې پر يو بل د بمبارولو تور لګوي.

ګوتېرش به د جمعې په ورځ اوديسا ته هم سفر وکړي. د شنبې په ورځ به بيا نوموړی په استانبول کې د تورې بحيرې د بارچالانۍ له منظمونکي مرکز څخه هم ليدنه وکړي چې څلور اړخونه يعني اوکراين، روسيه، ترکیه او ملګري ملتونه پکې ښکيل دي.

ب. ص/ ن. ز (AP, Reuters, AFP, DPA)

زموږ له آرشيف څخه: