زيات شرکتونه د مهاجرو مسلکي روزنې ته تيار دي
۱۳۹۵ شهریور ۱۸, پنجشنبه
د آلمان د لويو شرکتونو په پرتله کوچني او د منځني لوی شرکتونه دې ته زيات زړه ښه کوي چي مهاجر په مسلکي توګه وروزي. په دې تړاو د پنجشنبې په ورځ د مسلکي زدکړو له پاره په بون ښار کي د آلمان ځانګړي فدرالي ادارې د يوې نظر پوښتني پايلي خپرې کړې.
د دغو پايلو له مخي له پوښتل سوو شرکتونو څخه درې پر څلورمې برخي ويلي چي د پناه غوښتونکو په ادغام کي مسلکي زدکړي يو ټاکونکی عنصر دی. خو د پوښتل سوو دغو شرکتونو څخه صرف ۱۰ سلنې يې په تېر کال کي و مهاجرو ته یا د پراکتيک او يا د مسلکي زدکړو ځای وړانديز کړی دی. خو د پوښتل سوو څخه هر څلورم شرکت ويلي چي دې ته چمتو دی چي و مهاجرو ته د مسلکي زدکړو او يا پراکتيک ځای ورکړي.
مسلکي روزنه يو ښه چانس
د دغې نظر پوښتني د پايلو له مخي د پوښتل سوو څخه صرف ۳ سلنې شرکتونو تېر کال مهاجرو ته د مسلکي زدکړو ځای ورکړی دی. دا په داسي حال کي چي ۴۰ سلنه يې په دې نظر دي چي د آلمان د اقتصاد له پاره د مهاجرو په مسلکي توګه روزل يو ښه چانس دی.
خو نظر پوښتني دا هم ښودلې چي له پوښتل سوو څخه تقريبا ۴۰ سلنه يې پر دې باور نه لري چي د مهاجرو مسلکي روزنه به د آلمان اقتصاد ته ډېره ګټه ولري. له بل اړخه له پوښتل سوو څخه تقريبا نيمايي شرکت لرونکي په دې نظر دي چي د مهاجرو د مسلکي روزني له کبله به د آلمان د اقتصاد له پاره زښت زيات مصارف رامنځ ته سي چي بېله د دولتي مرستو څخه يې تر هوده وتل مشکل دي.
د مسلکي زدکړو د فدرالي ادارې رئيس فريدريش هُوبرت اېسر وويل چي دغه نظر پوښتنه ښيي چي د آلمان د منځنۍ لويوالي لرونکي شرکتونه دې ته زيات چمتو دي چي په مسلکي توګه مهاجر وروزي. د هغه په وينا خو د دې له پاره دغه شرکتونه و ملاتړ او مشورو ته اړتيا لري.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه :