1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زهري شرابو ۱۱ کسان وژلي او ۳۰۰ یې روغتون ته رسولي

۱۳۹۸ دی ۳, سه‌شنبه

په فلیپین کې د یوه جشن په سلونو ګډونوال د دودیز مشروب لمبانوګ تر څښلو وروسته روغتونونو ته رسول شوي دي. د هغوی ځیني کسان بې هوښه ول او کوما ته تللي او ځینې نورو یې د خیټې درد، کانګو او بې حسۍ شکایت کاوه.

https://p.dw.com/p/3VI8x
Philippinen Lambanog Palmschnaps
انځور: Getty Images/AFP/J. Directo

د فلیپین ځایي پولیسو د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې د کریسمس جشن هغه وخت په ماتم واوښت چې د کوپرې څخه جوړ شوي زهري شوو واین د څښلو له کبله ۱۱ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او۳۰۰ نور په روغتون کې بستر شول.

زیاته شوې ده چې د لګونا او کویزون ولایتونو د کریسمس جشن لمانځونکي د لمبانوګ واین تر څښلو وروسته ناروغه شول. دغه واین د فلیپین دودیز الکول لرونکی مشروب دی چې د کوپرې له شیرې څخه جوړیږي. دغه څښاک شا او خوا ۴۰ سلنه الکول لري او زیاتره مهال په اصطلاح په غیر رسمي او غیر صحي چاپیریال کې تقطیر کیږي.

د پولیسو د رپوټ له مخې هغو کسانو چې دغه مشروب څښلی ول د خیټې درد، کانګو او د بې حسۍ له کبله روغتون ته تللي ول، په داسې حال کې چې ځینې یې ځای پر ځای پر ځمکه رالوېدلي ول او بې هوښه شوي ول. ویل شوي دي چې دوه تنه رغتون ته تر رسیدو دمخه کوما ته تللي دي.

د مړینې دغه پیښې د لاګونا ولایت په کوچني ښارګوټي ریزال سیمه کې د پنجشنبې او شنبې ترمنځ رامنځ ته شوي دي. د ریزال ښاروال وینر مونوز، ویلي دي چې دوه کسان چې ترمخه یې روغتیایي وضعیت کړکیچن وو مخ په ښه کیدو دي او داسې احتمال شته چې واین هلته تولید شوي وي.

د رپوټونو له مخې تیر کال هم د دغه ډول څښاک د څښلو له کبله لس ته مړه شوي ول.

(sr/nz (Reuters, afp, dpa