1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زلمی خليلزاد په افغانستان کي د سولي د هڅو مشر وټاکل شو

۱۳۹۷ شهریور ۱۴, چهارشنبه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ويلي دي چې زلمی خليلزاد به په افغانستان کي د سولي د هڅو مشرتوب وکړي. اسلام آباد ته تر سفر مخکي هغه دغه راز ويلي دي چي هیله من دی، څو له پاکستان سره يې د هيواد اړیکې هم بیرته ښې کړي.

https://p.dw.com/p/34JUH
USA UN Botschafter Kandidat Zalmay Khalilzad
انځور: AP

جنوبي آسیا ته تر سفر مخکي په الوتکه کې له خبريالانو سره د خبرو پرمهال پمپیو ويلي دي چې په افغانستان کې د سولې په برخه کې د هڅو مشري به زلمي خلیلزاد وکړ. پمپیو د خپلو خبرو پرمهال خلیلزاد په افغانستان کې د سولې د هڅو د مشر په توگه اعلان کړ. نوموړي وویل: «خلیلزاد به د بهرنیو چارو له ډلې سره یوځای شي ترڅو د بیا پخلاینې په هڅو کې مرسته وکړي، نو په دې ترتیب سره به هغه د دغه هدف له پاره د بهرنیو چارو وزارت جګپوړی کس وي.»

له پاکستان سره اړيکي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له پاکستان سره د امریکا د اړیکو د بیرته ښه کولو څرګندونې داسې مهال کوي، چې همدا څو ورځې وړاندي امريکا پاکستان ته د ۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت پوځي مرستې وځنډولې. امريکا متحدو ایالاتو د مرستو د ځنډولو دلیل د سیمې له پاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ په برخه کې د اسلام آباد د پریکنده اقدماتو نه عملي کیدل په ګوته کړي دي. پاکستان ته د پمپیو سفر داسې مهال کیږي چې متحده ایالاتو د افغانستان د سولې د لړۍ د مشري له پاره د زلمي خلیلزاد د ګمارلو اعلان هم کړی.

په عین وخت کې د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې یا «سي. آی. اې» دغه پخواني مشر چې اوس د دې هیواد د لوړ پوړي دپلومات په توګه پاکستان ته سفر کوي همدا راز وویل چې د دې وخت رارسیدلی دی څو پاڼه واړول شي. له پمپیو سره په دې رسمي سفر کې د امریکا د پوځ لوی درستیز جوی دانفورد هم شامل دی.

په دې وروستیو کې د اسلام آباد او واشنګټن ترمنځ اړیکې خپلې تر ټولو ټیتې کچې ته رسیدلي. پمپیو په دې هکله وویل: «طبعاً د دواړو هیوادونو ترمنځ ډیرې ستونزې موجودې دي او موږ هیله من یو چې د [د پاکستان] له نوي مشرتابه سره ګډ موقفونه وموندو او دا چې پر ځینو مشترکو ستونزو به ګډ کار پیل کړو.»

USA Pompeo und Trump
انځور: Reuters/L. Millis

امریکايي چارواکي پر اسلام آباد تور پورې کوي چې په خپله خاوره کې یې د افغان طالبانو او حقاني شبکې د ډلې په ګډون ځینې ترهګرې ډلې له پامه غورځولي او په ځینو مواردو کې له دوی سره مرسته کوي. د امریکا په باور دغه ډلې د دغو دواړو هیوادونو پولې ته څیرمه له خپلو پټنځایونو بیا د افغانستان په داخل کې بریدونه کوي.

سپینه ماڼۍ په دې باور ده چې د پاکستان استخباراتي اداره یا «آی. اس. آی» او د دې هیواد نور پوځي بنسټونه له مودو راهیسې د فکري دلایلو او همدا راز په افغانستان کې د هند د نفوذ دفع کولو له پاره، له افغان طالبانو سره مرسته کوي، دوی ته مالي امکانات او ان وسلې ورکوي. سپینه ماڼۍ همدا راز په دې باور ده چې د ترهګرو ډلو پر ضد د پاکستان جدي اقدامات د افغانستان د اوږدمهالې جګړې په برخه کې مثبت اغیز درلودلی شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو اسلام آباد ته له سفر وړاندې همدا راز زیاته کړه چې هغه به د پاکستان د پوځ له لوی درستیر جنرال قمر جاوید باجوه او له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره هم ملاقاتونه ولري.

ټاکل شوې ده چې پاکستان ته له سفر وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به هندوستان ته سفر  وکړي. په دې سفر کې له نوموړي سره د امریکا دفاع وزیر ملتیا کوي. تمه کیږي چې له هندوستان سره د سوداګرۍ او دفاعي چارو پر یو لړ مهمو موضوعاتو خبرې وکړي.