1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زلمي خلیلزاد: تر ټاکنو د مخه سولې ته د رسیدو هیلي شته

۱۳۹۷ آبان ۲۸, دوشنبه

زلمي خلیلزاد د یکشنبې هیله ښوولې چې افغان حکومت او طالبان به، په پنځو میاشتو کې د سولې یوه تړون ته ورسیږي. په داسې حال کې چې یاغیانو د امنیتي ځواکونو پر وړاندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی.

https://p.dw.com/p/38U69
US-Politiker Zalmay Khalilzad
انځور: Getty Images/AFP/M. Hossaini

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې خلیلزاد د سیمې هیوادونو ته د دوهم سفر په ترڅ کې کابل ته تر ستنیدو وروسته ویلي دي چې «محتطانه خوشبینه» دی چې ۱۷ کلن کړکیچ ته د پای ټکی کښیودل شي. داسې باور کیږي چې کابل ته تر راستنیدو دمخه هغه د طالب استازو سره هم لیدلي دي.

په کابل کې د متحده ایالاتو دغه پخوانی سفیر په دې هڅو کې دی چې طالبان له افغان حکومت سره مذاکراتو ته قانع کړي. په عین وخت کې د طالبانو ویاند دا خبره تائید کړه ده چې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ یې له امریکایي پلاوي سره په قطر کې درې ورځنې غونډه کې ګډون کړی دی. د طالبانو د ویاند په وینا دغه غونډه په دوحه کې چیرې چې طالبان سیاسي دفتر لري د چهارشنبې څخه د جمعې ورځې په موده کې ترسره شوې ده او په خبره یي موخه یي د افغانستان د موضوع په هکله یوه سوله ایزه حل لاره موندل وو. زیاته شوې ده چې دغه خبرې مقدماتي وي او کوم تړون ته نه دي رسیدلي. د طالبانو ویاند د یوه لنډمهالي حکومت په هکله د رسنیو رپوټونه هم رد کړي دي.

د سپتمبر میاشتې په وروستیو کې د افغانستان د بیا پخلایني پروسې له پاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي تر ټاکل کیدو وروسته هغه له طالب استازو سره په قطر کې لیدلي وو.

د نوموړي آژانس د رپوټ له مخې دا اندیښنې مخ پر زیاتیدو دي چې د سولې په اړه هر ډول پرمختګ ښایي د اپریل پر شلمه نیټه د ولسمشرۍ ټاکنې له خنډونو سره مخامخ کړي. خو خلیلزاد له رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل: «زه په محتطانه ډول خوشبینه یم. زه هیله من یم چې طالبان او افغانان به (ولسمشریزي) ټاکنې د یوې نیټې په توګه کاروي، څو تر هغې دمخه یوه توافق ته ورسیږي- دا به زما هیله وي.»

خلیلزاد له افغان خبریالانو سره په ناسته کې وویل: «طالبان وایي چې په دې باور نه لري چې له پوځي لحاظه برلاسي شي... زه فکر کوم چې د بیا پخلایني او سولې له پاره یو فرصت شته.»

په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت هغو بهرینو خبریالانو ته چې دغې غونډې ته نه وو وربلل شوي د خلیلزاد د څرګندونو یو ثبت شوې ویډیو وراستولې ده.

د خلیلزاد څرګندونې په داسې وخت کې کیږي چې طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې خپلو بریدونو ته زور کړی دی او افغان امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په روانه میلادي میاشت کې په ډاګه کړه چې د ۲۰۱۵م کال له پیل راهیسې تر اوسه کابو۳۰ زره افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي، چې د مرګ ژوبلې د پخواني ارقامو په پرتله تر هر وخت زیات دي.

په وروستیو کې سیګار، په کابل کې د ناټو د ماموریت له قوله لیکلي وو چې په سږني دوبي کې د افغان امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله د بل هر وخت په پرتله ډيره ده.

په وروستیو کې د غزني ولایت په جاغوري او مالستان ولسوالیو باندې د طالبانو بریدونو په سونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده او په زرونو کسانو یې دې ته اړ کړي چې خپل ټاټوبي پریږدي. پر دې سربیره د ایتنکي تاوتریخوالي د رامنځ ته کیدو اندیښنې هم شته.

خلیلزاد په خپلو څرګندونو کې وړاندې وویل چې د شخړې «پیچلتیا» درک کوي، خو په عین وخت کي ټینګار یي وکړ «چې هڅه کوي څومره ژر چې امکان ولري ډیر پرمختګ وکړي.»

خلیلزاد د مذاکراتو د ټیمونو د انتخابولو له پاره غږ کړی، څو د طالبانو او افغان حکومت تر منځه خبرو پیلولو امکان برابر شي.