1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زلزلې په پاکستان کې۲۰ کسان مړه کړي دي

۱۴۰۰ مهر ۱۵, پنجشنبه

د پاکستان په بلوچستان ايالت کې زلزله شوې او تر اوسه پکښې تر ۲۰ زياتو کسانو د مړيني او په لسونو نورو د ټپيانيدو خبر ورکړل شوی دی. رپوټونه دغه راز وايي چې د ځمکې لاندې په یوه کان کې کیندونکي بند پاتې دي.

https://p.dw.com/p/41NJa
Erdbeben in Pakistan | Menschen vor einem Krankenhaus
انځور: QuettaVoice.com/Social Media/REUTERS

د ريشتر په کچه ۵ اعشاریه ۹ درجې شدت سره دغه زلزله، د پنجشنبې په ورځ سهار شاخوا درې بجې هغه مهال چې هوا لا تیاره وه د پاکستان په بلوچستان ایالت کې شوې ده. د فرانسې خبري آژانس په حواله د پیښې اکثره قربانيان د خټينو کوټو د چتونو او دیوالونو د رالوېدلو په نتیجه کې مړه شوي دي.

دغه زلزله چې مرکز يې تر ځمکې لاندې ډير ژور نه دی ښودل شوی، لږ تر لږه شپږ ښارونه او ښارګوټي يې لړزولي خو تر ټولو ډيره يې د هرنای غرنۍ ولسوالۍ زیانمنه کړې ده.

په دغې سیمه کې د ځمکې ښويدنې له امله ځينې سړکونه بند شوي چې دې کار د نجات ټيمونو کار له خنډ سره مخ کړی دی. چارواکو ویلي دي چې مخابراتي سیستم هم زیانمن شوی او برېښنا هم قطع شوې ده.

د بلوچستان د کورنيو چارو وزير میر ضیا الله لنګاو وویل: «موږ د زلزلې له کبله د ۲۰ کسانو د مړینې معلومات تر لاسه کړي دي.» هغه زیاته کړه چې سل کسان ټپيان شوي هم دي: «په جرائت سره ويلی شو چې په سونو د خټو کورونه له منځه تللي دي.»

Pakistan, Quetta | Anwohner haben wegen eines Erdbebens ihre Häuser verlassen
امن ځای ته پناه وړونکې کورنۍانځور: Arshad Butt/AP/picture alliance

په هرنای سیمه کې یوه لوړپوړي چارواکي، سهیل انور هاشمي د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې په ۲۰ مړه شوو کسانو کې یوه مېرمن او ۶ ماشومان هم شامل دي. خو هغه د ټپیانو شمیر د ۲۰۰ کسانو په شاوخوا کې وښود.

هغه دغه راز زیاته کړه: «داسې رپوټونه شته چې د دغې زلزلې له کبله ښار ته څيرمه په يوه کان کې شاوخوا ۱۵ کان کیندونکي بند پاتې دي.» هاشمي وويل چې د نجات یو ټيم سیمه ته استول شوی دی.

په پاکستان کې معمول ده چې کان کیندونکي د شپې له خوا چې هوا سړه وي په کانونو کې کار کوي.

د پوځ چورلکو د ليرو پرتو سیمو څخه د ټپيانو د را ايستلو عملیات پيل کړي، دغه ټپيان کويټې ښار ته چې د پيښې ځای ته تر ټولو نژدې لوی ښار دی، انتقاليږي.

د بلوچستان ایالت د طبیعي پيښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر، نصير ناصر، خبرداری ورکړ چې ښايي د مړينې ارقام لوړ شي.

بله ستونزه دا ده چې هرنای سیمه کې د ځمکې ښويدنې له کبله دغې سیمه ته تللې لارې د ترافيکو پر مخ تړل شوي دي.

Erdbeben in Pakistan | Menschen vor einem Krankenhaus
يوه روغتيايي مسئول وویل چې د زلزلې له کبله بریښنا پرې شوې او دوی شپې د لاسي څراغونو رڼا ته کار کړیانځور: QuettaVoice.com/Social Media/REUTERS

د بلوچیستان د کورنيو چارو وزیر وویل: «زموږ د نجات ټيمونو هرنای پر لور تللې لارې ۵۰ سلنه پاکې کړي دي او د پاک کارۍ پاتې کار به تر دوو یا درو ساعتونو پورې خلاص شي.»

زیاته شوې چې د زلزلې له کبله برېښنا هم پرې شوې چې له امله يې روغتيايي کارکوونکو د سیمې په روغتون کې چې د لږو امکاناتو لرونکی دي، د څراغونو او رڼا پرته کار وکړي.

د هرنای ولسوالۍ د روغتون يوه لوړپوړي مسئول، ظهور ترین، په دغه روغتون کې د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «موږ له برېښنا پرته عملیات مخته وړل د لاسي څراغونو او د موبایل د څراغونو په مرسته.»

هغه وویل چې د اکثرو ټپیانو د بدن غړي مات شوي دي او په لسونو نور تر لومړنۍ درملنې وروسته بیرته رخصت کړل شوي دي.

په ۲۰۱۵م کال کې د ۷ اعشاریه ۵ درجې ريشتر په یوه زلزله کې چې پاکستان او افغانستان سیمې يې ولړزولې، نژدې ۴۰۰ کسان مړه شوي ول.

آ/م.ک.ص./ن.ز.