1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

رپوټونه: امریکا له افغانستانه د پام وړ شمیر ځواکونه راباسي

۱۳۹۷ آذر ۳۰, جمعه

تر هغه وروسته چې ترمپ له سوریې څخه د خپلو ټولو ځواکونو د ایستلو پریکړه اعلان کړه، اوس چارواکي وايي چې امریکا له افغانستانه هم د پام وړ شمیر ځواکونو راایستل غواړي. په دې منځ کې د امریکا د دفاع وزیر هم خپله دنده پریږدي.

https://p.dw.com/p/3ATEG
Afghanistan US-Soldaten in der Provinz Logar
انځور: Reuters/O. Sobhani

رسنیو د امریکایي چارواکو له قوله رپوټ ورکړی دی چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، له افغانستانه خپل ډیر شمیر قطعات باسي. خو دغو امریکايي چارواکو د نوم د نه ښوولو په شرط له خبري آژانسونو سره دغه معلومات شریک کړي دي.

امریکایي چارواکو د فرانسې خبري آژانس او همداشان رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې اوس مهال په افغانستان د مستقرو ۱۴۰۰۰ امریکایي عسکرو له ډلې څخه به یي په زرونو وایستل شي. وال سټریټ ژورنال، په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې تر ۷۰۰۰ زیات عسکر به له افغانستان څخه وایستل شي.

یوه امریکايي چارواکي د نوم د نه ښوولو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «دغه پریکړه شوې ده. د پام وړ ځواکونه به راوایستل شي.»

رسنیو ته د دغو معلوماتو تر راوتلو لږ وروسته د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جیمز متیس، د خپلې دندې د پریښودو اعلان وکړ.

په عین وخت کې د افغانستان د جمهور رئیس ویاند هارون چخانسوري د خپل فیسبوک په رسمي پاڼه کې لیکلي دي چې کومې اندیښنې چې اوسمهال د افغانستان د راتلونکي وضعیت په هکله مطرح کیږي دا د ۲۰۱۴م کال په دسمبر میاشت کې تر دې لا په زیات شدت مطرح کیدې.
د چخانسوري په خبره هغه مهال دا خبره مطرح کیده چې څه د پاسه سل زره امریکایي عسکر له افغانستانه ووځي نو دغه هیواد به سقوط وکړي، خو امنیتي ځواکونو «په خپلو قربانیو سره دغه تحلیلونه ناسم ثابت کړل او په ميړانه سره يې د افغانستان د ارضي تمامیت او خلکو دفاع وکړه.»

هغه په دغه پیغام کې وړاندې ویلي دي: «دا چې څو زره بهرني سرتیري چې هغه هم تر ډیره د روزنې، تخنیکي مرستو او ملاتړ چارې پر مخ وړي که دا ووځي نو دا به په هیڅ ډول پر امنیتي برخې تاثیر و نه لري، ځکه چې له تیرو څلورو نیمو کلونو راهیسې امنیتي مسوولیت په بشپړ ډول د افغانانو په لاس کې وو.»

۱۷ کلنه جګړه

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د راایستلو پریکړه ښایي پر سیمه باندې د پام وړ اغیز ولري.

دغه پریکړه د ترمپ د جګپوړو امنیتي او پوځي سلاکارانو د مشورو سره په ټکر کې ده. یوازې د روان میلادي کال په لومړیو کې ترمپ افغانستان ته د نورو زرونو سرتیرو د استولو ژمنه وکړه، چیرې چې طالبانو د پخوا په پرتله ډیرې سیمې تر خپر کنترول لاندې راوستي او د امنیتي ځواکونو د مرک ژوبلې کچه لوړه شوې. دغه پریکړه ښایي له طالبانو سره د سولې خبرې اترې هم اغیزمني کړي.

په دغه ۱۷ کلنه جګړه کې تر ۲۴۰۰ زیاتو امریکایي عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په دغه کړکیچ کې لږ تر لږه ۱۰۰ زره افغانان هم وژل شوي دي.

sr/ms (AFP, Reuters)