1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: چين د ايغوريانو د زرونو کليو نومونه بدل کړي دي

۱۴۰۳ خرداد ۳۰, چهارشنبه

د بشري حقونو د څار ټولنې ويلي دي چې چين د هغو کليو نومونه عمومي اصطلاحاتو ته بدل کړي دي چې د ايغور او نور لږکيو خلک پکې اوسي. په دې کې د لویدېځ سنکيانګ سيمې ۳۶۰۰ کلي شامل دي.

https://p.dw.com/p/4hEDX
چين په سنکيانګ سيمه د نژادي اقليتونو پر ضد عمليات کوي
چين په سنکيانګ سيمه د نژادي اقليتونو پر ضد عمليات کويانځور: Thomas Peter/REUTERS

د بشري حقونو د څار ټولنې (Human Rights Watch) يو رپوټ وايي چې چينايي چارواکو په سنکیانګ سيمه کې د هغو کليو نومونه بدل کړي دي چې ايغور او نورې لږکۍ پکې ژوند کوي، څو نوي ټاکل شوي نومونه د چين د برحاله حکومتي کمونيست ګوند اديالوژي منعکسه کړي.

د بشري حقونو د څار ټولنې په دې تړاو خپلې څېړنې د « Uyghur Hjelp» په نوم يوې ناروې مېشتې ټولنې سره په ګډه ترسره کړې دي.

په دې څېړنه کې له ۲۰۰۹م څخه تر ۲۰۲۳م کال پورې د سنکيانګ د ۲۵۰۰۰ کليو نومونه د احصایې د ملي دفتر له نوملړونو سره پرتله شوي دي. له دې څخه د کابو ۳۶۰۰ کليو نومونه بدل شوي دي چې د اکثريت کليو نومونه د ډېرو عادي دلایلو پر اساس تغير شوي دي.

خو د بشري حقونو د څار ټولنې په سيمه کې تقريباً ۶۳۰ داسې کلي هم مشخص کړي دي چې نومونه یې له اسلام او يا د ايغوريانو کلتور او تاريخ سره د نسبت له وجې تغير شوي دي.

څه بدلونونه راوستل شوي

د مثال په توګه د «دوتار» کليمه چې د ايغوريانو د دودیزې موسيقۍ يوه آله ده، او يا د «مزار» کليمه چې زيارت ته کارول کیږي، په داسې نومونه بدل شوي چې معنا یې «خوښي»، «يووالی» او يا «همغږي» ده. دا اصطلاحات د برحاله حکومتي ګوند په اسنادو کې ډېر ليدل کیږي.

نور اصطلاحات چې په هغه کې د «هوجه» [خواجه] چې د صوفيانو استاد ته ویل کيږي او همدا راز د «خانقاه» او د «بخشي» اصطلاح چې د دوتار غږونکي ته ويل کيږي، هم شامله ده، لغوه شوي دي.

په رپوټ کې ويل شوي دي په ۱۹۴۹م کال کې د چين د خلکو جمهوريت د بنسټ ايښول کیدو تر مخه د ايغوريانو په اړه تاريخي حوالې هم حذف شوي دي.

د بشري حقونو د څار د چين د برخې سرپرسته مشره مايا وانګ، وايي: «چينايي چارواکي د سنکيانګ سيمې د سونو کليو نومونه چې د ايغوريانو له پاره له معنی ډک دي، په هغو نومونو اړوي چې د حکومت پروپاګند پکې منعکس کیږي.»

نوموړې وويل: «دا بدلونونه د چين د حکومت د هغو هلو ځلو برخه ده چې د ايغوريانو د کلتوري او مذهبي عباراتو د له منځه وړولو په موخه یې کوي.»

اسوشېتد خبري آژانس ويلي دي چې د چين د بهرنيو چارو وزارت په سملاسي توګه دې تورونو ته غبرګون نه دی ښوولی.

د چين په لویدېځ کې د سنکیانګ سيمه له قزاقستان سره سرحد لري او کابو ۱۱ ميليونه ايغور مسلمانان او نورې نژادي لږکۍ پکې ژوند کوي.

د « Uyghur Hjelp» په نوم ټولنې بنسټ ایښوونکي عبدالولي ايوب، وويل: «اندېښمن حکومتونه او د ملګرو ملتونو بشري حقونو دفتر د ايغوريانو په سيمه کې د تیري له پاره د چين د حکومت د مسئول ګرځولو خپلې هلې ځلې باید کړندۍ کړي.»

د اقليتونو پر ضد د چين عمليات

د سنکيانګ د ايغوريانو په خپلواکمنه سيمه کې په ۲۰۱۴م کال کې «د تاوتريخجن تروریزم پر وړاندې سخت کمپاین» پيل شو. له ۲۰۱۷م کال راهېسې د چين حکومت د ادغام يو کمپاين پيل کړی دی او د خلکو په ډله ایزه توګه بندي کولو، سياسي تلقين، اجباري کار او کورنيو په جلا کولو تورن دی.

د بشري حقونو د مدافع ډلو د اټکلونو پر اساس تر يو میليون ډېر ايغوریان او د نورو اقليتونو غړي په کمپونو کې ساتل کيږي چې چارواکي یې «مسلکي روزنیز کمپونه» بولي.

په ۲۰۲۲م کال د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر یو رپوټ موندلې وه چې په سنکيانګ کې د ايغور اقليت له تبعيضه ډک بندیګرت ښايي «بشريت ضد جرم» وي.

ب. ص/ ن. ز (Tanika Godbole)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب