1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«څه د پاسه ۴۰۰ زره افغانان بيرته خپل ټاټوبي ته ستانه سوي»

۱۳۹۹ مرداد ۸, چهارشنبه

د کډوالو نړيوال سازمان د تازه راپور له مخي د نوي کال له پيل راهيسي له ګاونډيو هيوادونو ايران او پاکستان څخه د څه د پاسه ۴۰۰ زره افغانان بيرته خپل هيواد ته ستانه سوي دي.

https://p.dw.com/p/3g649
Afghanistan Flüchtlinge
انځور: DW/S. Tanha

د مهاجرو نړيوال سازمان « آي او ام» په راپور کي راغلي دي چي د دغو بيرته ستانه سوو مهاجرو لويه برخه له کرونا څخه سخت زيانمن سوي همسايه هيواد ايران څخه ده.

د نوموړي سازمان د ارقامو له مخي، د افغانستان د مهاجرو چارو وزارت ويلي دي چي له ايران څخه ۴۰۴ زره ۸۶۸ کسان، له پاکستان څخه ۱۹۳۳کسان او له ايران څخه بيا ۱۲۵ زره کسان جبري ايستل سوي او نور يې پخپله خوښه راغلي دي. ډير افغانان په مارچ مياشت کي بيرته خپل ټاټوبي ته ستانه سوي دي.

دا يوازي هغه افغانان دي چي د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو ادارې له خوا يې نومونه په رسمي ډول د مهاجرو په توګه نه دي ثبت سوي. يعني د پاتيدو قانوني ويزه نه لري.

آلمان بيا د کرونا پانديمي ته په کتو سره، افغانستان ته د ډله ايزو مهاجرو بيرته ستنيدل په مؤقتي ډول په ټپه درولي دي.

ډير افغانان په تيره بيا د يوه کار د پيدا کولو له پره همسايه هيوادونو ته ځي او په منظم ډول بيرته خپل هيواد ته ستنيږي. له سرحد څخه د هغوی د بيرته ستنيدو هره پيښه په احصاييوي ډول ثبتيږي.

ګاونډيو هيوادونو ته د ډيرو افغانانو د ورتګ علت، په هيواد کي دننه ناامني، کمزوری اقتصاد او بيکاري په ګوته سوي. خو په ايران کي هم په تيرو کلونو کي اقتصاد ډير خراب سوی دی چي له امله يې ډير افغانان بيرته خپل ټاټوبي ته ستنيدو ته مجبوره سوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب