1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دين

رپوټ: په آلمان کې د اسلامي افراطیانو شمیر زیات شوی

۱۳۹۸ تیر ۷, جمعه

د رسنیو د رپوټونو په حواله په داسې حال کې چې په ۲۰۱۸م کال کې تر هغه د یوه کال مخکې په پرتله په آلمان کې د اسلامي افراطیانو شمیر لوړ شوی خو برعکس بیا په همدې کال د تروریستي بریدونو ګراف ټیټ شوی دی.

https://p.dw.com/p/3LDdt
Symbolbild zu den Anwerbeversuchen der radikal-islamistischen IS Islamischer...
انځور: picture-alliance/dpa

د فونګه رسنیزې ډلې د رپوټ پر بنسټ په آلمان کې د ۲۰۱۷ م کال په تناسب د اسلامپاله کسانو شمیر لوړ شوی دی. دغې رسنیزې ډلې له اساسي قانون څخه د حفاظت ادارې او د آلمان د کورنیو چارو وزارت د کلني رپوټ پر بنسټ ویلي دي چې په ۲۰۱۷م کال کې په دغه هیواد کې د اسلامپاله افراطیانو شمیر ۲۵۸۱۰ تنو ته رسیده، خو دا شمیر په ۲۰۱۸م کال کې ۲۶۵۶۰ ته لوړ شوی دی.

د یادو ورځپاڼو د رپوټ په حواله آلمان اوس هم د جهادي ډلو او سازمانونو د هدف په دایره کې قرار لري. په دې رپوټ کې ټینګار شوی دی په دې هیواد کې دننه او بهر د نړۍ په مختلفو برخو کې د آلمان ګټې له ګواښ سره مخامخ دي.

د دې رپوټ پر بنسټ د آلمان امنیتي ادارو او چارواکو په ۲۰۱۸م کال کې ډير شمیر ترهګریز پلانونه په مختلفو پړاونو کې شنډ کړي دي. د دغه رپوټ پر بنسټ سره له دې چې په آلمان کې ډیر شمیر ترهګریز بریدونه په انفرادي ډول طرحه شوي دي، خو له آلمان څخه دباندې ترهګریزو سازمانونو له خوا د دغو کسانو ملاتړ شوی دی. آن سړی نه شي کولی د ۲۰۱۵م کال په نومبر میاشت کې د پاريس بریدونو ته ورته، پر ډیرو پيچلو بریدونو سترګې پټې کړي.

د داعش یا «اسلامي دولت» ډلې جنګیالي په سوریه کې تر نظامي ماتې وروسته پر یوې په اصطلاح د ځمکې لاندې تروریستي ډلې بدله شوې ده او اوس هم جنګیالي جذبوي. دغه ډله د ملکي اهدافو د په نښه کولو پر ستراتیژۍ ډیر تمرکز کوي.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر، او د دې هیواد د استخباراتو مشر هالدنوانګ، د پنجشنبې په ورځ (د جون میاشتې ۲۷مه نیټه) د استخباراتي ادارې کلنې رپوټ وړاندې کړ. په دې رپوټ کې د ښي اړخو له خوا پيښو ګواښونو ته هم اشاره شوې ده. په ځانګړي توګه د جون میاشتې په دویمه نیټه د آلمان د هسن ایالت لوړپوړې سیاستوال والتر لوبکه، د قتل موضوع په پام کې نیولو سره چې د یوه ښي اړخي افراطي له خوا ووژل شو.

(sn/ms (afp