1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: د بن لادن زوی حمزه وژل سوی دی

۱۳۹۸ مرداد ۱۰, پنجشنبه

د رسنيو د راپورونو له مخي د القاعدې شبکې د بنسټ اښودونکی بن لادن زوی حمزه بن لادن وژل سوی دی. دغه خبر نيويارک ټايمز ورځپاڼي د امريايي چارواکو په حواله خپور کړی دی.

https://p.dw.com/p/3N7RW
pakistan Hamza bin Laden | Sohn von Osama bin Laden vermutlich tot
انځور: picture-alliance/ZUMAPRESS/FBI

ورځپاڼي د دوو امريکايي چارواکو په حواله د چهارشنبې په ورځ ليکلي دي چي حمزه بن لادن په داسي عملياتو کي وژل سوی دی چي امريکايي ځواکونو هم برخه پکښې لرله.

تر دې مخکي د امريکا NBC نيوز هم د درو امريکايي چارواکو په حواله خبر ورکړی وو چي نژدې ۳۰ کلن حمزه وژل سوی دی.

دا چي حمزه څه وخت او چيري وژل سوی دی، په اړه يې معلومات نه دي ورکړل سوي. د نيويارک ټايمز د معلوماتو له مخي حمزه د تيرو دوو کلونو په جریان کي وژل سوی دی.

د امريکا متحده ايالاتو جمهوررئيس دونالد ترمپ هم په دې اړه له څه ويلو ډډه کړې ده. هغه په سپينه ماڼۍ کي خبريالانو ته ويلي دي: «زه نه غواړم چي په دې اړه څه ووايم.»

امريکا متحده ايالاتو د روان کال په فيبروري مياشت کي د حمزه بن لادن د ځای ښوولو پر سر يو ميليون ډالر انعام اعلان کړ. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هغه وخت ويلي ول چي حمزه ځان هغي درجې ته رسولی دی چي د القاعدې ډلي مشري وکړي. خو د نيويارک ټايمز او ان بي سي نيوز راپورونو ته په کتو سره، حمزه به نو تر هغه وخت مخکي وژل سوی وي چي پر سر يې انعام ټاکل کيدی.

د حمزه په اړه داسي اوازې وې چي هغه دي په افغانستان، پاکستان، سوريه يا ايران کي پټ وي. داسي ويل کيده چي هغه به د القاعدې شبکې د اوسني مشر ايمن الظواهري ځای ناستی وي.

د القاعدې شبکې بنسټ ايښوونکی اسامه بن لادن په ۲۰۱۱م کال کي د پاکستان په ايبټ آباد سيمه کي د ځانگړو امريکايي ځواکونو په عملياتو کي په خپل کور کي ووژل سو.

حمزه بن لادن د اسامه بن لادن له ۲۰ اولادونو څخه یو وو. هغه د بن لادن د دريمي ماينې زوی وو.

(N.Z/S.R(AFP