1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: تیر اته کلونه تر ټولو گرم وه

۱۴۰۱ آبان ۱۵, یکشنبه

د مصر په شرم الشیخ کي د نن یکشنبه اقلیمي ۲۷ کنفرانس (COP27) په مناسبت د هواپیژندني جهاني سازمان، (WMO ) یو رپوټ نشر کړی دی، چي د مځکي د کُرې د وروستیو کلونو سخته پرله پسې گرمي یو وار بیا په ښکاره ډول سره بیانوي.

https://p.dw.com/p/4J7p2
Symbolbild Klimawandel | Kanada Überschwemmung in Chilliwack
انځور: Jesse Winter/REUTERS

د اوسنیو ارقامو پراساس د بشریت په تاریخ کي هر تیرکال تر هغه بل نور هم ډیر گرم ؤ. او « اقلیمي تغیراتو» ته په کتو سره ،«دا یوازي د وخت او زمان خبره ده»، چي تر څو یو ډیر گرم کال ثبت سي. او څنگه چي سږ ۲۰۲۲ م کال لا پایته ندی رسیدلی او دوې میاشتي یې پاته دي، نو د هواپیژندني جهاني سازمان هم نسي کولای چي د همدې کال د اب وهوا ارقام وړاندي کړي. خو دا ممکنه ده چي دا کال د حرارت د درجې به اساس په پنځمه یا شپږمه کټگوري کي راسي.