1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: افغان ځانگړو ځواکونو له بشري حقونو سرغړونه کړې

۱۳۹۸ آبان ۹, پنجشنبه

د بشري حقونو د څار سازمان ويلي چې د «سي آې ای» له ملاتړ څخه برخمن افغان ځانگړي ځواکونو له بشري حقونو څخه سختې سرغړونې کړي. دې سازمان د هغو ټولو قطعاتو د منحلولو غوښتنه کړې چې د افغان ځواکونو تر قوماندې لاندې نه دي.

https://p.dw.com/p/3SFRc
Afghanistan NATO-Training für afghanische Sonderkomandos
انځور: DW/S. Tanha

د بشري حقونو سازمان «هیومن راېتس واچ» د پنجشنبې په ورځ په خپاره شوي رپوټ کې ويلي چې هغو ځواکونو چې د «سي آې ای» ملاتړ ورسره دی، د عملياتو په ترڅ کې بې گناه ملکيان وژلي، نيول شوي یې تري تم کړي او يا یې هم پر روغتيايي مرکزونو بريدونه کړي دي.

د ياد سازمان په رپوټ کې د ۲۰۱۷م کال له پای څخه د ۲۰۱۹م کال تر مي میاشتې پورې د ۱۴ سختو بريدونو په اړه معلومات راټول شوي ول. د هيومن راېتس واچ په خبره ځيني دغه بريدونه يا تېروتنې باید د جنگي جنايتونو په توگه درجه بندي شي.

د څار د ټولنې په حواله دغه قطعات يوازې تش په نامه د ملي امنيت ادارې تر قوماندانې لاندې دي خو په اصل کې نه  د دغې ادارې او نه هم د امريکايي ځواکونو امرونه تعقیبوي. په رپوټ کې زیاته شوې چې د دغو ځواکونو د غړيو لویه برخه د «سي آې ای» له خوا روزل او مجهز شوي او د همغوی تر نظارت لاندې دي.

ويل شوي چې دغه قطعات د ياغيانو د نيونې او يا وژنې له پاره  زياتره شپني عملیات کوي. دغه ځواکونه کورونو ته ننوځي، تلاشۍ او له اوسيدونکو تحقيقات کوي. شکمن کسان له ځانه سره بیایي پرته له دې چې کورنيو ته یې د هغوی د ساتنې د ځای په اړه معلومات ورکړي. په ځينو پېښو کې شکمن کسان آن ځای پر ځای په ‌‌ډزو وژل شوي دي.

د بشري حقونو د څار د سازمان له خوا په پلټل شويو ډېرو قضيو کې ډېرو ناقصو استخباراتي معلوماتو ته اشاره شوې ده. ويل شوي چې د په ځینو قضيو کې د خلکو په پيژندو کې سهوه شوې او د يوه کس پر ځای بل کس وژل شوی دی. همدا راز په لیریو پرتو کليو کې ځيني تلاشۍ يوازې د سياسي رقابتونو پر بنسټ شوي دي.

زياتره وخت د شپې په عملياتو کې هوايي بريدونه شوي چې د ځینو په پایله کې یې ملکيان وژل شوي دي.

 يادې ټولنې په خپل رپوټ کې له حکومت څخه د هغو ټولو قطعاتو ژر تر ژره د منحلولو غوښتنه کړې چې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو تر قوماندې لاندې نه دي.

د ملگرو ملتونو د يوه رپوټ په حواله د روان کال له جنوري میاشتې تر سپتمبر پورې په دغه ډول عملياتو کې ۲۰۵ تنه ملکيان وژل شوي دي چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرله ۱۶ سلنه زیاتوالی ښيي.

bs/nz (dpa)