1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: آلمان په تیرو نهو میاشتو کې په زرونو مهاجر اخراج کړي

۱۳۹۸ آبان ۱, چهارشنبه

د «فونکه» په نوم رسنیو ډلې د آلمان د حکومت د معلوماتو په حواله ویلي دي چې دغه هیواد په روان کال کې شاوخوا ۱۷زره مهاجر اخراج کړي دي. ډیری اخراج شوي کسان په اروپا کې دننه د دوبلین قواعدو له مخې نورو هیوادونو ته استول شوي.

https://p.dw.com/p/3RmKj
Abschiebung abgelehnter Asylbewerber
انځور: picture-alliance/dpa/P.Seeger

دې رسنیزې ډلې د چهارشنبې په ورځ د آلمان په پارلمان کې د کین اړخو ګوند د یوې پوښتنې په ځواب کې د وړاندې شویو معلوماتو په حواله ویلي دي چې د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې۱۶زره او ۸۰۸ پناه غوښتونکي له آلمان څخه اخراج شوي دي.

د آلمان په پارلمان یا بونستاګ کې د کیڼ اړخو فراکسیون، د وړاندې شویو شمیرو پر اساس اټکل کړی دی چې که د مهاجرو د اخراج لړۍ همداسې پر مخ ولاړه شي، د روان کال تر پایه پورې به له آلمان څخه د اخراج شویو کسانو شمیر ۲۲۴۱۱ تنو ته ورسیږي. دا د تیر کال په پرتله یو څه تیټه شمیره ده چې په ترڅ کې یې ۲۳ زره او ۶۱۷ تنه اخراج شوي ول.

د وړاندې شویو معلوماتو له مخې ۱۸۹۴کسان ایټالیا، ۱۱۷۸کسان البانیا او ۹۰۶ فرانسې ته استول شوي دي.

ډیری اخراج شوي مهاجر د افرایقايي هیوادونو ول چې د مدیتراني سمندر له لارې ایټالیا، فرانیسې او یا هم هسپانيا ته رسیدلي ول او بیا آلمان ته راغلي ول.

خو د دوبلین مقررات حکم کوي چې دغه کسان باید په هماغو هیوادونو کې د پناه غوښتنه ورکړي چې لومړی ورته رسیدلي او نوم لیکنه یې کړي وي. په دې ترتیب نو ډیر کسان د دوبلین قواعدو له مخې له آلمان څخه اخراج شوي دي.

د وړاندې شویو شمیرو له مخې ټول ټال ۵۵،۶ سلنه کسان د الوتکو په مرسته له آلمان څخه اخراج شوي، ۳۲ سلنه نور بیا په چارتر الوتنو کې نورو هیوادونو ته لیږدول شوي. پاتې نور کسان بیا د اوبو او ځمکې له لاري له آلمان څخه ایستل شوي.

آلمان تر سپتمبر مياشتي پوري، يوازي پر هغو کسانو باندي ۶ ميليونه يورو مصرف کړي دي چي نه منل شوي مهاجر د اجراج پرمهال بدرگه کوي.

د کیڼ اړخي ګوند سیاستوالې اولا یلپکه، د فونکه رسنیزې ډلې ته ویلي دي چې دغه پیسې کیدای شوای په سمه توګه مصرف شوي وای.

هغې په دې برخه کې د مهاجرو پر ادغام باندې د پیسو د مصرفیدو یادونه کړې ده. یلپکه زیاته کړې: «د آلمان حکومت باید بالاخره د سرکوبوونکو ابزارو په کارولو سره د مهاجرو د اخراج پر ځای، پر رد شویو پناه غوښتونکو باندې د اقامت موثر قواعد وکارول شي.»

ms/nz (KNA)