1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: آلمان ته تلونکي څو افغانان مړه شوي دي

۱۴۰۱ فروردین ۱۶, سه‌شنبه

د «شپيګل» مجلې د رپوټ په حواله له هغو په زرونو افغانانو څخه چې آلمان ته یې د سفر اجازه ترلاسه کړې خو لا را ايستل شوي نه دي، يو شمیر یې مړه شوي دي. آلمان د فيبرورۍ مياشتې تر پای پورې کابو ۳۰ زره افغانان منلي ول.

https://p.dw.com/p/49Swb
Afghanistan | Evakuierungsflüge vom Flughafen Kabul
انځور: Yonhap/picture alliance

د «شپيګل» مجلې د يوه رپوټ په حواله چې د آلمان کيڼ اړخه ګوند ته د حکومت د يوه ځواب په استناد یې جوړ کړی دی، راغلي دي چې له هغو په زرونو افغانانو څخه چې آلمان ته د راتګ اجازه ورکړل شوې وه، خو د راايستلو چارې لا نه دي بشپړې شوي، يو شمير یې مړه شوي دي. په دې اړه د کيڼ اړخه ګوند په ځواب کې حکومت ويلي: «د آلمان حکومت د مړينو په ځينو خبر دی.»

زياته شوې ده چې اغېزمن شوي کسان د آلمان د پوځ سيمه ایز همکاران، د هغوی د کورنيو غړي او نور له خطر سره مخامخ افغانان دي.

دمګړۍ په زرونو افغانان په دې انتظار دي چې آلمان ته انتقال شي. د آلمان حکومت کيڼ اړخه ګوند ته د خپل ځواب په ترڅ کې زياته کړې چې د فيبرورۍ مياشتې تر پای پورې کابو ۳۰ زره افغانان په دغه هېواد کې منل شوي دي.

زياته شوې ده چې له دغو افغانانو څخه یې تر اوسه يوازې کابو ۱۴۰۰۰ آلمان ته انتقال شوي دي.

د آلمان د کيڼ اړخه ګوند د پارلمان غړې کلارا بوینګر د تخلیې په پروسه کې پر ځنډ سختې نيوکې وکړې. هغې «شپيګل» مجلې ته وويل: «موږ پوهيږو چې د آلمان د حکومت دا ستره ناکامي آن د خلکو د ژوند په بيه تمامه شوې ده.»

بوينګر زياته کړه: «دا ډېره ځورونکې ده چې هغه افغانانې او افغانان چې د آلمان پر حکومت یې د خپل حفاظت له پاره باور کړی دی، د طالبانو قربانيان شوي دي، ځکه چې حکومت پر واضح خبرداريو سربیره د تخلیې پروسه په ځنډ سره پېل کړه او ډېرې بيوروکراتيکې پروسې یې پېل او تعقيب کړې.»

د آلمان پوځ د تېر ميلادي کال په اګست مياشت کې د ناټو د نورو غړيو هيوادونو په مرسته خپل عسکر واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته را وايستل. د ناټو ځواکونو په دې ترڅ کې د ژغورنې د ېوې پروسې په ترڅ کې په سونو زره افغانان د هوا له لارې له کابله را وايستل خو په زرونو نور بيا تر شا پاته شول او بايد پر نورو لارو له افغانستان څخه ووځي.

ب. ص/ ن. ز (AFP)