1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روژه د کرونا پر وخت

۱۳۹۹ فروردین ۲۷, چهارشنبه

کرونا په ټوله نړئ کي د سږکال روژه هم له سخت چيلينج سره مخامخ کړې ده. ځيني اسلامي عالمان د روژې د ځنډیدو په فکر کي دي، خو ځيني نور لکه ترکیه یې بیا ردوي. نو ستاسي په نظر باید روژه وځندول سي او که پرخپل وخت ونیول سي؟

https://p.dw.com/p/3avrc
Libyen Feuerpause Fastenbrechen
انځور: Getty Images/AFP/M. Turkia

د کرونا پانډمي په ټوله دنیا کي د مسلمانانو له پاره یو سخت امتحان دی. ځکه چي د اسلام درې اساسات په عین وخت کي د هغه تر شعاع لاندي دي: اکثرو اسلامي هیوادونو اجتماعات تر دې حده پوري محدود کړي دي، چي مسجدونه هم د مسلمانانو د لمانځه پخاطر تړلي پاته سوي دي.

مکې معظمې ته د زیارت کولو پخاطر خو هم څوک فکر نسي کولای، ځکه چي سعودي عربستان ټوله اسلامي مقدس ځایونه تر نامعلومه وخت پوري تړلي دي. او اوس بیا د همدغه کرونا پر وخت روژه راروانه ده، کومه چي د اکثرو له پاره راتلونکې پنجشنبه(د اپریل ۲۳ مه)شروع کیږي.

د ساینس پوهانو په نظر د کرونا ویروس د چټکي شیوع له کبله یوه عادي روژه په اوس وخت کي ممکنه نه ده. ځکه چي په خبره یې ډوډی نه خوړل د کرونا په ویروس د اخته کیدو امکانات لوړولای سي. روژه اصلأ پرهغه چا باندي فرض ده، چي جوړ وي او صحت او سلامتیا یې د روژې په نیولو سره د خرابیدو سره مخامخ نه وي. مریضان، ضعیفه کسان او حامله داري ښځي بیله هغه د روژې نیولو څخه خلاص دي. د یو تعداد اسلامي علماوو په نظر د دغه ګروپ له پاره منل سوي استثناوي کیدلای سي، سږکال پر نورو مسلمانانو باندي هم تطبیق سي.

Saudi-Arabien Mekka | Coronavirus | Große Moschee, leer
سعودي عربستان ټوله اسلامي مقدس ځایونه تر نامعلومه وخت پوري تړلي ديانځور: Getty Images/AFP/A. Ghani Bashir

روژه بې راټولیدو

د کرونا پر وخت تر ټولو مشکله خبره ماښام د روژه مات پر وخت ده: ځکه په ډیرو اسلامي هیوادو کي فامیلونه او دوستان یوځای ډوډی سره خوري او لمونځونه کوي.

د روژه مات او لمانځه پر وخت په سونو خلګ سره یوځای کیږي. د غریبانو له پاره پیسې هم پردغه وخت راجمع کیږي. خو دغه ډول عامه راټولیدنه په اکثرو اسلامي هیوادو کي منع سوې ده: د مصر حکومت مثلأ ټوله لوی اجتماعات منع کړي دي. ایران هم تر ډیره حده پوري دیني تعاملات محدود کړي دي. د اپریل پر ۹مه باندي د ایران مذهبي رهبر، ایات الله علي خامنه اي خلګو ته په خطاب کي وویل، چي« په دغه روژه کي موږ باید د عامه اجتماعاتو څخه صرف نظر وکړو.«

»له خلګو سره تماس نه نیول مکلفیت دی«

Irak Coronavirus - Ramadan
د روژه مات او لمانځه پر وخت په سونو خلګ سره یوځای کیږي خو اوس دغه دود په اکثرو اسلامي هیوادو کي منع سویانځور: picture-alliance/dpa/A. A. Mohammedaw

په جرمني کي مسلمانان مجبوره دي چي د کرونا وبا په سبب وضع سوي پراخ قیودات مراعت کړي: د جرمني د مسلمانانو د مرکزي شورأ رئیس، ایمن مازیک د فونکه رسنئ ګروپ ته ویلي دي چي د خلګو سره تماس نه نیول نه یوازي یو مکلفیت دی، « بلکي ځان ساتنه زموږ د دیني عقایدو سره کاملأ مطابقت لري او فرض ده.«

په جرمني کي د مسلمانانو له پاره په روژه کي هغه څه اعتبار لري، چي همدااوس د عیسوي ایستر اختر له پاره هم اعتبارلري. خو د دې پر ضد په اجتماعي شبکو کي ډول ډول تیورۍ موجودي دي.

د جرمي د عوامپاله، آی اف ډي حزب ډیر سیاستمداران په انټرنیت کي دا ډول تیورۍ بیانوي چي ګواکي د حکومت د کرونا په سبب وضع سوي د تماس نیولو قیودات د ایستر اختر تر پایه پوري پاتیږي، تر څو بیا د مسلمانانو د روژې پر وخت دغه محدودیت راکم سي. هغوی وايي چي مسلمانان اوس هم مسجدونو ته د لمانځه له پاره ځي، مګر کلیساوو ته دعیسویانو پر ورتګ باندي ممانعتونه وضع دي. خو حقیقت دا دی چي ټوله عبادت ځایونه په اوس وخت کي تړلي دي.

زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: