1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روم له لیسبوس څخه د ۳۰۰ مهاجرو پر منلو موافقه وکړه

۱۳۹۹ مهر ۲, چهارشنبه

په روم کي د کورنیو چارو وزارت د «سنت ایګیدو» کاتولیکي ټولنی سره په ګډه د مهاجرو د منلو په هکله یو بل تړون هم لاسلیک کړ. په دې ډول به په تیره بیا مجبوري کورنۍ وکولای سي په قانوني ډول ایټالیا ته سفر وکړي.

https://p.dw.com/p/3is6D
Griechenland Lesbos | Umzug in neues Lager Kara Tepe
انځور: Reza Shirmohammadi/DW

لکه څرنګه چي نوموړي ټولنې د سه شنبې په ماښام خبر ورکړ، د بشردوستۍ د دهلیز په چوکاټ کي د دغه نوي تړون په ترڅ کې له یونان څخه  د ۳۰۰ مهاجرو منل په پام کي نیول سوي چی زیاتره یې له لیسبوس ټاپو څخه دي. د دغي ټولني مشر مارکو ایمپاګلیازو دغه خبر د جمعې په ورځ لا د کاتولیکي خبری آژانس سره د مرکې په ترڅ کي ورکړی وو.

ویل کیږي چي دغه نوی تړون به د ۱۸ میاشتو له پاره اعتبار ولري. هغه به په تیره بیا د مجبورو مهاجرو فامیلونو په ګټه تمام سي، څو وکولای سي په ډاډمن او قانوني ډول ایټالیا ته سفر وکړي. هلته به دوی د کلیسایی او نورو ټولنو د غړو له خوا تر پالني لاندی ونیول سي او د مدغم کیدو په برخه کی به یې ملاتړ وسي. ایمپاګلیازو وویل چي همدارنګه په فرانسه کي به هم ډیر ژر د  نورو ۵۰۰ مهاجرو د منلو په اړه ، ورته تړون رامنځته سي.

په ايټالیا کي د بشردوستۍ په چوکاټ کي د دغه هیواد کاتولیکي او پروتستانت کلیساګانو په تیرو کلونو کي څه د پاسه ۲۵۰۰ په تیره بیا اړمن مهاجر له سوریې، ختیځي افریقا او لیبیا څخه منلي دي. د دغو مهاجرو د پروازونو او پالني مالي لګښت زیاتره وخت د کلیساوو او بسپنو له پیسو څخه ورکول کیږي.

زموږ له آرشیف څخه: