1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په یوه ورځ کې په نړۍ کې د کرونا تر ټولو ډیرې پیښې ثبت شوي

۱۳۹۹ تیر ۲, دوشنبه

د روغتیا نړیوال سازمان په یوه ورځ کې په ټوله نړۍ کې د کرونا تر ټولو ډیرې مثبتې پیښې ثبت کړي دي. دغه سازمان وايي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په نړۍ کې د کرونا تر ۱۸۳ زرو ډیرې مثبتې پیښې ثبت شوي دي.

https://p.dw.com/p/3e8MF
Israel Coronavirus | Corona-Station in Ramla
انځور: Imago Images/Xinhua/G. Cohen Magen

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د کرونا وبا له بحران راهیسې تیر۲۴ ساعتونه د دغې ناروغۍ د مثبتو پیښو له اړخه بې ساري ول. د دغه سازمان په حواله، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ټوله نړۍ کې د کرونا تر ۱۸۳ زره ډیرې مثبتې پیښې ثبت شوي دي.

د ملګرو ملتونو دغه نړیوال سازمان وايي چې د هیوادونو په کتار کې برازیل لا هم تر نورو هیوادونو وړاندې دی او زیاتوي چې په دغه هیواد کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۵۴ زره او ۷۷۱ تازه مثبتې پیښې ثبت شوي دي.

د دغه سازمان د شمیرو له مخې، امریکا متحده ایالات د ۳۶ زره او ۶۱۷ تازه پیښو په لرلو دوهم ځای او هندوستان بیا د ۱۵ زره او ۴۰۰ تازه مثبتو پیښو په ثبتولو سره دریم هیواد دی.

د روغتیا د برخې کارپوهان د کرونا ویروس د مثبتو پیښو ډیریدو ته په اشارې سره وايي چې ګڼ شمیر لاملونه د دې کار سبب ګرځیدلي دي.

Afghanistan Herat | Coronavirus | Krankenhaus & COVID-19
انځور: DW/S. Tanha

د روغتیا نړیوال سازمان په ټوله نړۍ کې تر اوسه پورې د کرونا ۸ میلیونه ۷۰۸ زره او ۸ مثبتې پیښې ثبت کړي دي چې ۱۸۳ زره تازه پیښې یوازې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ثبت شوي دي. د ملګرو ملتونو اړوند دغه نړیوال سازمان تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا له کبله د مړو ۴۶۱ زره او ۷۱۵ پیښې ثبت کړي.

د دغه سازمان په حواله، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له کبله ۴ زره او ۷۴۳ تنه مړه شوي دي. د دغه سازمان په حواله، د ټولو مرګونو یو پر دریمه برخه د امریکا په لویه وچه کې ثبت شوي دي.