1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

روغتيا نړيوال سازمان: «نورمال حالت ته د ستنیدو امکان نه شته»

۱۳۹۹ تیر ۲۴, سه‌شنبه

د روغتيا نړيوال سازمان په حواله وضعيت نور هم خرابیدلی شي. د دغه سازمان مشر خبرداری ورکړ چې ډېر هېوادونه له کرونا ويروس سره ناسم چلن کوي چې يو منفي مثال یې امريکا متحده ایالات دي.

https://p.dw.com/p/3fHOx
Symbolbild Deutschland Coronavirus Sommerferien
انځور: picture-alliance/dpa/M. Becker

د روغتيا نړيوال سازمان مشر تيدروس ادهانوم غيبريوسس په ژنيو کې د يوه آنلاین مطبوعاتي کنفرانس له لارې وويل: «زه باید ښکاره ووايم چې ډېرو هېوادونو ناسمه لاره غوره کړې ده. دغه ويروس يو خطرناک دښمن دی، خو د ډېرو حکومتونو او خلکو چلن دغه څه نه منعکسوي.»

نوموړي زياته کړه چې که چیرې خلک احتياطي تدابير په سمه توگه خپل نه کړي نو وضعيت به لا نور هم پسې خراب شي. د هغه په خبره خلک بايد فاصله مراعت کړي، لاسونه پريمنځي او ماسکونه واغوندي.

تیدروس ادهانوم ټینگار وکړ چې په نزدې راتلونکي کې «نورمال حالت ته د ستینېدو هیڅ امکان نه شته.»

په کاليفورنيا کې يووار بيا محدوديتونه وضع شوي

د امريکا متحده ایالاتو په تر ټولو بانفوسه ایالت کاليفورنيا کې د نويو پېښو د ډيريدو له وجې د کرونا يو شمير نرم کړل شوي محدوديتونه بيرته وضع کړل شوي دي. گورنر گاوين نیوسوم وويل چې شراب خانې او سينماگانې تړل شوي او رستورانتونه بايد په بندو خونو کې ميلمنو ته خواړه عرضه نه کړي. په ډېرو اغیزمنو سيمو کې کليساوې، ورزش کلبونه او سلمانيانې هم تړل شوي دي.

د يکشنبې په ورځ د کاليفورنیا چارواکو تقريباً ۸۵۰۰ نوې پېښې ثبت کړې او د ۷۲ کسانو د مړينې خبره یې وکړه. په مجموعي توگه د امريکا په دغه لویديځ ساحل کې تر اوسه د کرونا تر ۳۲۰ زرو زيات پېښې ثبت شوي دي. په نورو ايالتونو کې هم لکه فلوريدا، تکساس او اريزونا کې هم دمگړۍ کرونا په چټکۍ سره د خپريدو په حال کې ده.

د ساري ناروغيو کارپوه او په دې برخه کې د امريکا متحده ایالاتو د حکومت مشاور انتوني فاوچي په دغه هېواد کې نيمگړی لاک ډاون د کرونا د پېښو د زياتيدو علت وباله.

Schweiz Genf WHO Treffen | Tedros Adhanom Ghebreyesus
د روغتيا د نړيوال سازمان مشر تيدروس ادهانوم غيريوسسانځور: picture-alliance/Xinhua/WHO

نوموړي په د ستانفورد ميديسن کې يوې غونډې ته د وینا پر مهال وويل: «موږ هر څه په بشپړه توگه نه وو تړلي او همدا وجه ده چې د مثبتو پېښو شمير بيرته لوړ شوی دی.»

فاوچي د کرونا ويروس د خپريدو د مخنيوي په موخه د روغتيا د نړيوال سازمان د لارښوونو ملاتړ وکړ. نوموړي وويل چې له نورو انسانانو سره د واټن په ساتلو، ماسک کارولو، په سترو غونډو کې له گډون څخه په ډډه کولو او لاسونو په پريوللو سره موږ بيرته وضيعت تر کنترول لاندې راوستلی شو.

اړونده موضوع: کرونا ـ د روغتيا نړيوال سازمان د ماسکونو په اړه خپل دريځ بدل کړ

خو سپيني ماڼۍ د فاوچي دا څرگندونې نه خوښوي. د رسنیو د رپوټونو په حواله په واشنگټن کې پر يوه نوي پلان کار روان دی: د دغه منل شوي طبي کارپوه د اعتبار خرابول: لکه څرنگه چې پر نورو سربیره د «واشنگټن پوست» ورځپانې او سي اين اين شبکې رپوت ورکړی دی، د سپينې ماڼۍ يوه استازي د شنبې او يکشنبې په ورځو د هغو مثالونو يو نوملړ ويشلی چې د کرونا ويروس په اړه پکې د فاوچي اټکلونه ناسم ثابت شوي ول.

د جان هوپکينز پوهنتون په حواله د سارس – کوويد – ۲ ويروس تر اوسه په ټوله نړۍ کې تر ۱۳ ميليونه ډېر انسانان اغیزمن کړي دي. په دې توگه په پنځو ورځو کې د کرونا ويروس يو میليون نوې پېښې ثبت شوي دي. د کرونا له وجې د مړو شویو شمیر تقريباً ۵۷۱ زرو ته رسیدلی دی.

bs/nz (afp, ap, rtr)

زموږ له آرشيف څخه: