1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیې د افغانستان د روان سیاسي کړکیچ "پړه" پر امریکا وراچولې

۱۳۹۹ فروردین ۳۰, شنبه

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت، امریکا په افغانستان کې د سیاسي کړکیچ په سختولو تورنه کړې. د دغه وزارت ویاندې ماریا زاخارووا، ماسکو کې خبري غونډې ته ویلي امریکا په لوی لاس سیاسي بحران په سختولو سره بن بست رامنځته کړی.

https://p.dw.com/p/3b6yE
Afghanistan Kabul Präsidentenpalast vor dem Amtseid von Präsident Ashraf Ghani
انځور: Reuters/M. Ismail

د روسيې هيواد په افغانستان کي د روان سياسي کړکېچ پړه د امريکا پر متحده ايالاتو اچولې ده. په دې ترڅ کي د روسيې د بهرنيو چارو د وزارت وياندي ماريا زاخارووا په افغانستان کي و سياسي وضعې ته په کتلو سره ويلي: «امریکا د سیاسي بحران په سختولو کې لاس درلود، ځکه دغه هېواد په ولسمشریزو ټاکنو کې د یوه سیاستوال بریا په رسمیت وپيژنده.»

اغلې زخارووا وايي، د افغان ولسمشریزو ټاکنو د یوه نوماند په رسمیت منلو سره امریکا له هغې هوکړې سرغړونه کړې چې روسیه، چین او پاکستان یې لري.

د نوموړې پروینا دغو هېوادونو په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړولو هوکړه کړې.

د افغان حکومت غبرګون

واشنګټن او د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دغو څرګندونو ته په سملاسي توګه غبرګون نه دی ښودلی، خو د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار دفتر بیا وايي د ټاکنو په اړه یواځې د افغانستان ملي بنسټونه پریکړه کوي.

د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند جاوید فیصل رسنیو ته یواځې همدومره ویلي: «د سیمې هیوادونه دې د افغانستان د خلکو ارادې او د ملي بنسټونو پریکړو ته درناوی ولري.»

Afghanistan Kabul Vereidigung Präsident Ashraf Ghani
د اشرف غني د تحليف مراسمانځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د روان ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ پر ۱۸ مه محمد اشرف غني د دویم ځل لپاره د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی اعلان کړ، خو د هغه ټاکنیز سیال عبدالله عبدالله بیا د کمېسیون دا پریکړه له درغلیو ډکه وبلله.

ښاغلي عبدالله د ټاکنو کمېسیون د پریکړې په نه منلو سره د تېرې مارچ میاشتې پر ۸مه نیټه د ولسمشر غني د لوړې مراسمو سره همهاله ځان د ټول شموله حکومت ولسمشر اعلان او "لوړه" وکړه.

د افغانستان د ولسي جرګې یوه غړي پرویز عرب زاده دویچه ویله ته وویل، امریکا کولای شول چې ان د "لوړې" مراسمو پر ورځ د غني او عبدالله ترمنځ سیاسي کړکیچ حل کړي: «امریکا داسې یوه لوبه شروع کړې چې غله ته وايي، "غلا" وکړه او د کور څښتن ته وايي "ویښ" اوسه زه فکر کوم چې امریکا غواړي چې په دې لوبه کې په افغانستان کې خپل "شکست" پټ کړي.»

د ښاغلي عرب زاده پروینا امریکا د زندانیانو د تبادلې برخه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ هم ورته دوه ګونی رول لوبوي.

د کابل پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند دویچه ویله ته وویل امریکا پوهیده چې ولسمشریزو ټاکنو کې پراخي درغلۍ شوي خو بیا هم امریکايي استازو د ولسمشر غني په مراسمو کې ګډون وکړ: «کله چې سوګند اخېستل کیده امریکا، میلر او خلیلزاد د اشرف غني د سوګند غونډې ته ولیږل، باوجود ددې چې دوی ته کره مالومات دي چې په ټاکنو کې غني هم درغلي کړې او عبدالله هم درغلي کړې، ټاکنې یو ګټونکی هم نه لري، خو دوی ځکه لاړل چې غوښتل یې دغه سیاسي کړکیچ ژور کړي.»

Afghanistan Kandidaten Kabul Wahl
د عبدالله عبدالله د تحليف مراسمانځور: Executive Director of Afghanistan

د پوهنتون دغه استاد زیاتوي چې په افغانستان کې د سیاسي کړکیچ اوږدولو ترټولو ستر لامل دادی چې دلته د سولي لومړیتوب شاته وغورځي. ښاغلی ځلاند په داسي حال کي پر دغه موضوع خپل نظر  راسره شريکوي چي په زياته په خواله رسنيو کي يو شمېر کسان پر هغه تور لګوي چي ګواکي د وسله والو طالبانو پلوی دی.

د نوموړي پر باور اوسمهال کابل کې د سولي بحث هیر شوی او اوس ټوله پاملرنه د څوکیو او د واک پرویش ورټوله ده.

امریکا داسې مهال افغان سیاسي کړکیچ کې پر لاس لرلو تورنه شوې، چې ځینې حکومتي چارواکي په راتلونکو څو ورځو کې ددغه کړکیچ هواري ته هیله من دي.

د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي ویلي په دې اړه د پام وړ پرمختګ شوی.

نوموړي طلوع نیوز په نوم ځايي ټلویزوني شبکي ته ویلي: «ټاکل شوې چې ډېر ژر ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله د هغې شورا (مصالحې عالي شورا) مسوولیت واخلي.»

خو ښاغلي عبدالله ته نیږدي کسان وايي، تراوسه د آرګ او سپیدار ترمنځ هیڅ ډول هوکړه نه ده شوې.

اسماعیل شاکر – کابل