1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیې د ارتودوکس کریسمس په پار موقتي اوربند اعلان کړی

۱۴۰۱ دی ۱۵, پنجشنبه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ د اوکراین په جګړه کې د ۳۶ ساعتونو اوربند لارښوونه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4LnOp
Russland Rekruten auf dem Weg in die Ukraine
انځور: Yelena Afonina/TASS/dpa/picture alliance

دغه اوربند به د جنورۍ میاشتې د شپږمې نېټې (جمعې ورځي) له ماسپښین څخه د شنبې ورځي تر ناوخته ماخوستنه نافذ وي. دا هغه وخت دی چې ارتودوکس د کریسمس جشن لمانځي.

د روسیې د تهاجمي بریدونو راهیسې دا لومړی وار دی چې د يوه اوربند لارښوونه کيږي.

کریملین ویلي دي چې دغه اوربند د روسیې د ارتودوکس مشر پاتریارک کریل، په غوښتنه ترسره شوی دی.

دا لا معلومه نه ده چې پوتین او روسیه به واقعاً پر دغه پریکړه عمل وکړي که نه.

اوکراین تر دې دمخه د اوربند له پاره د پاتریارک کریل، غوښتنه رد کړې وه او هغه یې یوه پلمه او تبلیغاتي عنصر بللی وو.

د اوکراین د ولسمشر سلاکار میخائلو پودولیاک ویلي دي چې د روسیې د ارتودوکس کلیسا د جګړې د پروپاګنډچي په توګه عمل کوي.